Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 30:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 دا خو څۀ په آسمان کښې نۀ دے. چې تاسو به داسې ووايئ چې څوک پاس آسمان ته ختلے شى، او مونږ له به يې راکوز کړى، چې مونږ يې واورو او عمل پرې وکړُو؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 30:12
5 Iomraidhean Croise  

آسمان ته څوک تلے او بيا راغلے دے؟ هوا چا په موټى کښې بنده کړې ده؟ او سمندر چا په خپل څادر کښې راګېر کړے دے؟ او د دُنيا حدونه چا مقرر کړى دى؟ د هغۀ نوم څۀ دے او د هغۀ د زوئ نوم څۀ دے؟ کۀ تا ته پته وى نو ما ته يې راوښايه.


هيڅوک هم چرې آسمان ته نۀ دے ختلے بې د هغۀ نه څوک چې د آسمان نه راکوز شو، يعنې اِبن آدم.


نن چې زۀ کوم حُکم درکوم هغه ډېر ګران نۀ دے او نۀ ستا د وس نه بهر دے.


نۀ دا د سمندر نه پورې غاړه دے. تاسو به دا نۀ وايئ چې څوک به د سمندر نه پورې وځى چې مونږ له يې راوړى، چې مونږ يې واورو او عمل پرې وکړُو؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan