11 نن چې زۀ کوم حُکم درکوم هغه ډېر ګران نۀ دے او نۀ ستا د وس نه بهر دے.
ما څۀ په پټ ځائ کښې پټې خبرې نۀ دى کړې. او نۀ مې بنى اِسرائيلو ته دا وئيلى دى چې، ”بېشکه ما لټوئ، خو تاسو به ما مومئ نه.“ زۀ، مالِک خُدائ يم او زۀ رښتيا وايم، او څۀ چې صحيح وى نو زۀ د هغې اعلان کوم.“
خو تاسو به د هغۀ تابعدارى کوئ او د هغۀ په ټولو حُکمونو به عمل کوئ کوم چې د هغۀ د شريعت په دې کِتاب کښې ليکلى دى. تاسو به د زړۀ د اخلاصه هغۀ ته راوګرځئ.
دا خو څۀ په آسمان کښې نۀ دے. چې تاسو به داسې ووايئ چې څوک پاس آسمان ته ختلے شى، او مونږ له به يې راکوز کړى، چې مونږ يې واورو او عمل پرې وکړُو؟