Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 30:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 خو تاسو به د هغۀ تابعدارى کوئ او د هغۀ په ټولو حُکمونو به عمل کوئ کوم چې د هغۀ د شريعت په دې کِتاب کښې ليکلى دى. تاسو به د زړۀ د اخلاصه هغۀ ته راوګرځئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 30:10
17 Iomraidhean Croise  

خو کۀ بيا تاسو ما ته راوګرځېدئ او زما په حُکمونو عمل کوئ، نو زۀ به تاسو واپس هغه ځائ ته راولم کوم ځائ چې ما د خپل نوم د درناوى دپاره خوښ کړے دے، کۀ تاسو د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې هم خوارۀ وارۀ يئ.


خو کۀ يو بدعمله کس د خپلو ټولو ګناهونو نه مخ واړوى کوم چې هغۀ کړى دى او زما په ټول قانون عمل وکړى او هغه کارونه کوى څۀ چې د اِنصاف او صحيح وى، نو په يقين سره به هغه ژوندے پاتې شى، هغه به مړ نۀ شى.


هغوئ ته ووايه چې، زما دې په خپل ذات قسم وى، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ د بدعمله په مرګ هيڅ نۀ خوشحالېږم، بلکې په دې خوشحالېږم چې هغه ټول غلط کارونه پرېږدى او ژوندے پاتې شى. راوګرځئ، د خپلو بدو لارو نه راوګرځئ. اے بنى اِسرائيلو، نو بيا ولې تاسو مړۀ کېدل غواړئ څۀ؟


او فرض کړئ کۀ چرې زۀ يو بدعمله ته ووايم چې تۀ به يقيناً مړ شې، نو کېدے شى چې هغه په دې اورېدو سره د خپلو ګناهونو نه توبه وکړى او هغه کارونه شروع کړى کوم چې د اِنصاف او صحيح دى،


او کۀ چرې يو بدکاره د خپلې بدکارۍ نه واوړى او هغه څۀ وکړى چې کوم نېک او صحيح دى، نو په داسې کولو سره به هغه خپل ژوند بچ کړى.


هغه څوک چې لرې دى هغوئ به راشى او د مالِک خُدائ د کور په جوړولو کښې به مدد وکړى. او تاسو ته به پته ولګى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج زۀ تاسو ته رالېږلے يم. دا به وشى خو چې تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک پوره تابعدارى وکړئ.“


زۀ د ټولو نه اول د دمشق اوسېدونکو ته راغلم او بيا يروشلم ته لاړم او د يهوديه ټولې علاقې او غېر‌يهوديانو ته مې هم دا اعلان وکړو چې دوئ دې توبه ګار شى او خُدائ پاک ته دې رجوع وکړى. او داسې عملونه دې وکړى چې د دوئ توبه ترې ښکاره شى.


نو توبه وکړئ او خُدائ پاک ته راوګرځئ چې ګناهونه مو معاف شى.


ځکه چې په سنت او ناسنته کښې څۀ مطلب نشته بلکې د خُدائ پاک په حکمونو عمل کول ضرورى دى.


مالِک خُدائ به هغه د بنى اِسرائيلو ټولو قبيلو په مخکښې د عبرت يوه نمونه جوړه کړى او يوه تباهى به ورباندې راولى هم هغه شان څنګه چې هغه ټول لعنتونه په هغه لوظ کښې شوى دى کوم چې مالِک خُدائ د لارښودنې په دې کِتاب کښې ليکلى دى.


نن چې زۀ کوم حُکم درکوم هغه ډېر ګران نۀ دے او نۀ ستا د وس نه بهر دے.


کۀ تاسو او ستاسو اولاد مالِک خُدائ ته راواپس شئ او د زړۀ د اخلاصه د هغۀ حُکمونه ومنئ کوم چې نن زۀ درکوم،


او تاسو به بيا د هغۀ فرمانبردارى کوئ او د هغۀ ټول حُکمونه به منئ کوم چې نن زۀ درکوم.


خو کۀ هلته تاسو مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ولټوئ او د زړۀ د اخلاصه او د خپل ټول روح سره د هغۀ لټون وکړئ نو تاسو به هغه ومومئ.


تاسو د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک سره په پوره زړۀ سره، په پوره ځان او په خپل ټول طاقت سره مينه ساتئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan