8 په هغه وخت کښې مونږ د هغه دوه امورى بادشاهانو نه د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته، د ارنون سيند نه واخله د حرمون غرۀ پورې علاقه ونيوله.
د اورى زوئ جابر، د جِلعاد علاقه چې په دې باندې امورى بادشاه سيحون او د بسن بادشاه عوج بادشاهى کړې وه. د دې دولسو نه علاوه په دې ټول مُلک باندې يو حکمران وو.
د منسى نيمې قبيلې خلق د بسن په علاقه کښې د بعل حرمون، سنير او حرمون غر پورې اوسېدل او د هغوئ آبادى ډېره زياته شوه.
زړۀ مې پرېشانه دے نو ځکه زۀ تا يادوم، د اُردن لرى مُلک او د حرمون او د مِضار د اوچت غرونو نه زۀ تا يادوم.
ستا د ژورو سمندرونو او ابشارونو شور زۀ اورم، موجونو او چپو د سمندر زۀ ډوب کړم.
شمال دے کۀ جنوب تا پېدا کړے دے. تبور او حرمون په خوشحالۍ سره ستا د نوم ثناء صِفت کوى.
هغوئ د هغۀ او د بسن بادشاه عوج په مُلک قبضه وکړه، دا د اموريانو بل بادشاه وو چې د اُردن نمرخاتۀ طرف ته اوسېدو.
دا مُلک د ارنون سيند په غاړه، د عروعير ښار نه واخله، د سِريون غرۀ پورې خور وو، کوم چې حرمون دے.
بنى اِسرائيلو دوو بادشاهانو له شکست ورکړو، نو د اُردن نمرخاتۀ طرف ته، د ارنون وادۍ نه واخله د اُردن تر وادۍ پورې او هم داسې په شمال کښې د حرمون غر پورې ټول مُلک يې فتح کړے وو او قبضه يې پرې کړې وه.
د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې د مخکښې نه هغه زمکه اخستې وه کومه چې موسىٰ، د مالِک خُدائ خِدمتګار هغوئ له ورکړې وه، دا د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته وه.