6 مونږ ټول ښارونه تباه کړل او ټول سړى، ښځې او ماشومان مو ووژل، هم هغه شان لکه څنګه چې مونږ د حسبون بادشاه چې نوم يې سيحون وو په ښارونو کښې کړى وُو.
بيا بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ سره دا وعده وکړه، ”کۀ تۀ مونږ په دې خلقو بريالى کړې، نو مونږ به د هغوئ ښارونه پوره تباه کړُو او تا ته به وقف شى.“
دا د هغې نه وروستو وُو چې مالِک خُدائ د اموريانو بادشاه سيحون له شکست ورکړے وو، چې هغۀ د حسبون په ښار بادشاهى کوله او د بسن بادشاه عوج، چې هغۀ د عستارات او ادرعى په ښارونو بادشاهى کوله.
”کله چې مونږ د موآب نه تېر شوى وُو، مالِک خُدائ مونږ ته وفرمائيل، اوس، روان شئ او د ارنون سيند نه پورې وځئ. زۀ د حسبون امورى بادشاه سيحون او د هغۀ مُلک تاسو له درکوم، په هغۀ حمله وکړئ او د هغۀ مُلک قبضه کړئ.
هم په هغه وخت مونږ ټول ښارونه ونيول او تباه مو کړل او هر يو کس، سړى، ښځې او ماشومان مو ووژل. مونږ هيڅ څوک هم ژوندے پرې نۀ ښودو.
کۀ څۀ هم چې تاسو سره د خوراک دپاره نه روټۍ او نه د څښلو دپاره درسره مے او شراب وُو، خو مالِک خُدائ ستاسو د ضرورت پوره کولو دپاره تاسو له خوراک درکړو چې تاسو په دې پوهه شئ چې هغه ستاسو خُدائ پاک دے.
خو مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې د هغۀ نه مۀ يرېږه. زۀ هغه، د هغۀ سړى او د هغۀ ټوله علاقه تاسو له درکوم. د هغۀ سره هم هغه شان کار وکړئ لکه څنګه چې مو د امورى بادشاه سيحون سره کړے وو چې هغۀ په حسبون بادشاهى کوله.
د دې ټولو ښارونو لوړ لوړ پاخۀ دېوالونه وُو، دروازې او د دروازو بندولو دپاره يې اړامونه وُو او هلته داسې کلى هم وُو چې دېوالونه يې نۀ وُو.
بنى اِسرائيلو د دې ښارونو نه ټول مالِ غنيمت او څاروى بوتلل او د خپلو ځانونو دپاره يې وساتل. خو هغوئ ټول کسان ووژل، هيڅ څوک هم ژوندى پاتې نۀ شُو.