ګردان 3:5 - Pakistani Yousafzai Pashto5 د دې ټولو ښارونو لوړ لوړ پاخۀ دېوالونه وُو، دروازې او د دروازو بندولو دپاره يې اړامونه وُو او هلته داسې کلى هم وُو چې دېوالونه يې نۀ وُو. Faic an caibideil |
هغوئ د سرو زرو مږې هم ولېږلې، د هغه ښارونو دپاره يوه يوه چې په کومو باندې هغه پينځو فلستى بادشاهانو حکومت کولو او ورسره د پَخو دېوالونو ښارونو او د کچه دېوالونو کلو ته يې هم ولېږل. د بيتشمس د يشوَع په پټى کښې هغه لوئ ګټ تر اوسه پورې شته چې په کوم باندې هغوئ د مالِک خُدائ د لوظ صندوق اېښے وو، دا د هغې ګواهى ده چې څۀ شوى وُو.