Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 3:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 نو مالِک خُدائ د عوج بادشاه او د هغۀ خلق هم مونږ له په لاس کښې راکړل او مونږ هغوئ ټول ووژل. يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 3:3
9 Iomraidhean Croise  

عوج د بسن بادشاه يې مړ کړلو، د هغۀ مينه ابدى ده.


نو بنى اِسرائيلو عوج، د هغۀ زامن او د هغۀ ټول خلق ووژل، هيڅ څوک يې ژوندى پرې نۀ ښودل او بيا هغوئ د هغۀ مُلک ونيولو.


کۀ څۀ هم چې تاسو سره د خوراک دپاره نه روټۍ او نه د څښلو دپاره درسره مے او شراب وُو، خو مالِک خُدائ ستاسو د ضرورت پوره کولو دپاره تاسو له خوراک درکړو چې تاسو په دې پوهه شئ چې هغه ستاسو خُدائ پاک دے.


خو مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې د هغۀ نه مۀ يرېږه. زۀ هغه، د هغۀ سړى او د هغۀ ټوله علاقه تاسو له درکوم. د هغۀ سره هم هغه شان کار وکړئ لکه څنګه چې مو د امورى بادشاه سيحون سره کړے وو چې هغۀ په حسبون بادشاهى کوله.


هم په هغه وخت مونږ د هغۀ ټول ښارونه قبضه کړل، داسې يو ښار هم نۀ وو چې مونږ نيولے نۀ وو. مونږ ټول شپېتۀ ښارونه ونيول، د ارجوب ټوله علاقه چرته چې د بسن بادشاه عوج بادشاهى کوله.


هغوئ د هغۀ او د بسن بادشاه عوج په مُلک قبضه وکړه، دا د اموريانو بل بادشاه وو چې د اُردن نمرخاتۀ طرف ته اوسېدو.


په کښې د عوج بادشاهى هم شامله وه کوم چې د رفائيم آخرى پاتې شوے وو، چې هغۀ په عستارات او ادرعى باندې بادشاهى کړې وه. موسىٰ دې خلقو له شکست ورکړے وو او هغوئ يې شړلى وُو.


د هغوئ علاقه تر محنايم پورې خوره وه او په دې کښې ټول بسن، د بسن بادشاه عوج ټوله بادشاهى او هم داسې په بسن کښې د يائير ټول شپېتۀ کلى هم شامل وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan