27 د پِسګه غرۀ سر ته لاړ شه او هر طرف ته وګوره. چې څۀ درته ښکارى نو هغه په غور سره وګوره، ځکه چې تۀ به هيڅکله هم د اُردن نه پورې نۀ وځې.
خو مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته وفرمائيل، ”تاسو په ما ايمان نۀ لرلو چې زما مقدس طاقت مو د بنى اِسرائيلو په مخکښې څرګند کړے وے، نو اوس تاسو به هغوئ هغه مُلک ته بونۀ ځئ چې ما يې د ورکولو وعده کړې ده.“
بلق، بلعام د پِسګه د غرۀ په سر د ضُوفيم پټى ته بوتلو. هغۀ هلته هم اووۀ قربانګاه جوړې کړې او يو غوَيے او يو ګډ يې په هره يوه باندې پېش کړو.
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د عباريم غرونو ته وخېژه او هغه مُلک ته وګوره کوم چې زۀ بنى اِسرائيلو له ورکوم.
ځکه چې ستاسو په وجه مالِک خُدائ ما ته هم غصه شو او وې فرمائيل چې اے موسىٰ، تۀ به هم هغه مُلک ته ورننه نۀ وځې.
او وې فرمائيل چې، ”زۀ اوس د يو سل او شلو کالو يم او زۀ نور ستاسو د مشرۍ جوګه نۀ يم. او مالِک خُدائ ما ته دا هم فرمائيلى دى چې زۀ به د اُردن نه پورې نۀ ووځم.
”د موآب په مُلک کښې د عباريم غرونو ته لاړ شه چې د يريحو ښار ته مخامخ دے، د نبو غرۀ ته وخېژه او د کنعان مُلک ته وګوره کوم چې زۀ بنى اِسرائيلو له ورکوم.
تاسو به د يو لرې ځائ نه هغه مُلک وګورئ، خو تاسو به هغه مُلک ته ورننه نۀ وځئ کوم چې زۀ بنى اِسرائيلو له ورکوم.“