Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 3:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 هم په هغه وخت، ما هغوئ ته دا اصُول وښودل، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د اُردن نمرخاتۀ طرف ته دا مُلک د نيولو دپاره تاسو له درکړے دے. خپلو جنګى سړو له وسله ورکړئ او هغوئ د بنى اِسرائيلو د نورو قبيلو نه مخکښې د اُردن نه پورې ولېږئ، چې په هغه مُلک نيولو کښې د هغوئ مدد وکړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 3:18
18 Iomraidhean Croise  

بيا مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ مالِک خُدائ يم، چا چې په بابل کښې د اُور نه راوويستلې، چې دا زمکه ستا خپله شى.“


او هغۀ د هغوئ مُلک دوئ ته په ميراث کښې ورکړو، د هغۀ مينه ابدى ده.


هغه مُلک قبضه کړئ او په هغې کښې اوسېږئ، ځکه چې زۀ هغه تاسو له درکوم.


موسىٰ وفرمائيل چې، ”دا هغه حُکمونه دى چې تاسو به په هغه مُلک کښې پرې عمل کوئ چې مالِک خُدائ، ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک يې درکوى. چې تاسو ژوندى يئ نو خامخا به ورباندې عمل کوئ.


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو له په هغه مُلک کښې برکت درکړى کوم چې تاسو له درکوى. ستاسو د خلقو نه به هيڅ څوک هم غريب نۀ وى،


د خپل ګاونډى د جائيداد د حد کاڼے مۀ بې‌ځايه کوئ، کوم چې د مخکښې نه په هغه مُلک کښې لګېدلے وى چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى.


نو هغه علاقه په درېو حِصو کښې تقسيم کړئ، چې په هره يوه حِصه کښې يې داسې ښار وى چې تلل ورته آسان وى. نو چې څوک يو بل کس ووژنى نو د پناه دپاره د دې نه يو ښار ته تښتېدلے شى.


نو ځکه زۀ حُکم درکوم چې درې ښارونه بېل کړئ.


کۀ په يو پټى کښې يو قتل شوے کس وموندے شى په هغه مُلک کښې چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى او تاسو ته پته نۀ وى چې چا وژلے دے،


نو چې کله مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هغه مُلک تاسو له درکړى او د خپلو ټولو دشمنانو نه مو بچ کړى چې ستاسو نه ګېرچاپېره اوسيږى، نو ګورئ چې ټول عماليقيان ووژنئ، نو د آسمان لاندې به هيڅ څوک نور هغوئ نۀ يادوى. دا کار مۀ هېروئ.


خو موسىٰ، تۀ، زما سره ايسار شه او زۀ به تا له زما ټول حُکمونه درکړم. هغه بيا خلقو ته وښايه، چې هغوئ په دې باندې په هغه مُلک کښې عمل کوى کوم چې هغوئ له ورکوم.


دا ټول هغه حُکمونه دى چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ما له حُکم راکړے دے چې تاسو ته يې وښايم. چې په هغه مُلک کښې پرې عمل کوئ چې تاسو ورننوځئ او قبضه پرې کوئ.


ځان په دې ښۀ پوهه کړئ چې مالِک خُدائ دا زرخيزه مُلک تاسو له ستاسو د ښۀ‌والى په وجه نۀ درکوى بلکې تاسو خو ضدى خلق يئ.


”په کېمپ کښې وګرځئ او خلقو ته ووايئ چې، څۀ خوراک تيار کړئ ځکه چې درې ورځې پس به تاسو د اُردن سيند نه واوړئ او هغه مُلک به قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan