14 د منسى قبيلې يائير د ارجوب ټوله علاقه ونيوله، کوم چې بسن دے او داسې د جسور او معکه د سرحد پورې. هغۀ په دې کلو باندې خپل نوم کېښودو او دا تر اوسه پورې د يائير کلى په نوم ياديږى.
کله چې عمونيانو ته پته ولګېده چې داؤد يې دشمن شوے دے، نو هغوئ د بيترِحوب او ضوباه نه شل زره شامى فوجيان په پېسو راوستل، د معکه د بادشاه ورسره زر سړى او د طوب ورسره دولس زره سړى وُو.
ابىسلوم وتښتېدو او د جسور بادشاه د عميهود زوئ تلمى له لاړو او هلته درې کاله پاتې شو. داؤد په خپل زوئ امنون پسې تر ډېره وخته غمژن وو،
بيا يوآب پاڅېدو او جسور ته لاړو او ابىسلوم يې واپس يروشلم ته راوستو.
او د يائير د ښار عيرا هم د داؤد يو اِمام وو.
د هغۀ دوېم زوئ کِلياب وو، د هغۀ مور ابىجيل د کرمل د نابال کونډه وه، درېم زوئ يې ابىسلوم وو، د هغۀ مور معکه د جسور بادشاه تلمى لور وه،
قبر د هغوئ ابدى کور دے، چرته چې به هغوئ د تل دپاره وى، کۀ څۀ هم چې هغوئ جائيدادونه په خپل نوم خېژولى دى.
په هغوئ کښې دا آفسران شامل دى، اِسمٰعيل د نتنياه زوئ، يوحانان او يونتن د قريح زامن، شراياه د تنحومت زوئ، د عيفاى نطوفاتى زامن، يزنياه د معکاتى زوئ او د هغوئ فوجيان. هغوئ د جدلياه د ليدو دپاره مصفاه ته لاړل.
د منسى قبيلې، يائير حمله وکړه او څۀ کلى يې ونيول او د ”يائير کلى“ نوم يې ورباندې کېښودو.
د جِلعاد هغه پاتې برخه او ټول بسن ما د منسى نيمې قبيلې په حواله کړو، چرته چې عوج بادشاهى کړې وه، هغه د ټول ارجوب علاقه وه.“ بسن د رفائيانو مُلک په نوم مشهور وو.
هم په هغه وخت مونږ د هغۀ ټول ښارونه قبضه کړل، داسې يو ښار هم نۀ وو چې مونږ نيولے نۀ وو. مونږ ټول شپېتۀ ښارونه ونيول، د ارجوب ټوله علاقه چرته چې د بسن بادشاه عوج بادشاهى کوله.
د هغۀ په بادشاهۍ کښې د حرمون غر، سلکه او د جسور سرحدونو پورې ټول بسن او معکه او نيم جِلعاد او هم داسې د حسبون بادشاه سيحون د علاقې پورې مُلک په کښې شامل وو.
خو بنى اِسرائيلو د جسور او معکه خلق نۀ وُو شړلى، هغوئ تر اوسه پورې د بنى اِسرائيلو سره اوسيږى.