Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 3:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 د جِلعاد هغه پاتې برخه او ټول بسن ما د منسى نيمې قبيلې په حواله کړو، چرته چې عوج بادشاهى کړې وه، هغه د ټول ارجوب علاقه وه.“ بسن د رفائيانو مُلک په نوم مشهور وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 3:13
10 Iomraidhean Croise  

يو کال وروستو کِدرلاعُمر او د هغۀ ملګرى د خپلو لښکرو سره راغلل او رفائيم ته يې په عستارات قرنيم کښې، زوزيم ته په حام کښې او ايميم ته د سِوى قِريَتائم په مېدان کښې شکست ورکړو،


د اُردن نمرخاتۀ طرف ته، د ارنون سيند په غاړه په جنوب کښې د عروعير ښار پورې، په دې کښې د جِلعاد او بسن علاقې هم شاملې وې، چرته چې د جاد، روبين او نمرخاتۀ طرف ته منسى قبيلې اوسېدې.


او کله چې مونږ دې ځائ ته راغلو، نو د حسبون بادشاه سيحون او د بسن بادشاه عوج زمونږ خِلاف جنګ له راووتل. خو مونږ هغوئ له شکست ورکړو،


د هغوئ مُلک مو ونيولو او دا مونږ د روبين او جاد په قبيلو او د منسى په نيمه قبيله باندې تقسيم کړو.


”کله چې مونږ په هغه مُلک قبضه وکړه، نو ما د ارنون سيند ته نزدې د عروعير ښار علاقه او د غرونو مُلک جِلعاد برخه، سره د دې د ښارونو د روبين او جاد قبيلو په حواله کړه.


د منسى قبيلې يائير د ارجوب ټوله علاقه ونيوله، کوم چې بسن دے او داسې د جسور او معکه د سرحد پورې. هغۀ په دې کلو باندې خپل نوم کېښودو او دا تر اوسه پورې د يائير کلى په نوم ياديږى.


هم په هغه وخت مونږ د هغۀ ټول ښارونه قبضه کړل، داسې يو ښار هم نۀ وو چې مونږ نيولے نۀ وو. مونږ ټول شپېتۀ ښارونه ونيول، د ارجوب ټوله علاقه چرته چې د بسن بادشاه عوج بادشاهى کوله.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan