12 ”کله چې مونږ په هغه مُلک قبضه وکړه، نو ما د ارنون سيند ته نزدې د عروعير ښار علاقه او د غرونو مُلک جِلعاد برخه، سره د دې د ښارونو د روبين او جاد قبيلو په حواله کړه.
د اُردن نمرخاتۀ طرف ته، د ارنون سيند په غاړه په جنوب کښې د عروعير ښار پورې، په دې کښې د جِلعاد او بسن علاقې هم شاملې وې، چرته چې د جاد، روبين او نمرخاتۀ طرف ته منسى قبيلې اوسېدې.
نو موسىٰ د مکير قبيلې له جِلعاد ورکړو او هغوئ هلته اوسېدل.
مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د عروعير نه واخله، چې د ارنون مېدان په غاړه باندې دے او کوم ښار چې د هغه مېدان په مينځ کښې دے، تر جِلعاد پورې ټول ښارونه راباندې ونيول. داسې د يو ښار دېوالونه هم نۀ وُو چې زمونږ مخه يې نيولے وے.
او کله چې مونږ دې ځائ ته راغلو، نو د حسبون بادشاه سيحون او د بسن بادشاه عوج زمونږ خِلاف جنګ له راووتل. خو مونږ هغوئ له شکست ورکړو،
د هغوئ مُلک مو ونيولو او دا مونږ د روبين او جاد په قبيلو او د منسى په نيمه قبيله باندې تقسيم کړو.
د جِلعاد هغه پاتې برخه او ټول بسن ما د منسى نيمې قبيلې په حواله کړو، چرته چې عوج بادشاهى کړې وه، هغه د ټول ارجوب علاقه وه.“ بسن د رفائيانو مُلک په نوم مشهور وو.
دا مُلک د ارنون سيند په غاړه، د عروعير ښار نه واخله، د سِريون غرۀ پورې خور وو، کوم چې حرمون دے.