10 مونږ د بسن بادشاه عوج ټول مُلک قبضه کړو يعنې د لوړې علاقې ښارونه، د جِلعاد او بسن علاقې، د سلکه او ادرعى ښارونو پورې.“
بِنجبر، په راماتجِلعاد کښې د هغه کلو چې د يائير د قبيلې وُو، يائير د منسى اولاد وو، په بسن کښې د ارجوب علاقه، چې ټول شپېتۀ لوئ ښارونه وُو، چې پاخۀ دېوالونه او په دروازو کښې يې د زېړو سيخونه لرل،
د جاد قبيله د بسن په مُلک کښې د روبين شمال ته د سلکه نمرخاتۀ طرف پورې اوسېدله.
بنى اِسرائيل راوګرځېدل او د بسن په لاره لاړل او د بسن بادشاه عوج د خپل لښکر سره راووتلو چې په ادرعى کښې په هغوئ باندې حمله وکړى.
د لوړې علاقې په بيابان کښې د بصر ښار، د روبين قبيلې دپاره وو، د جِلعاد په علاقې کښې، د رامات ښار د جاد قبيلې دپاره وو، د بسن په علاقه کښې، جولان د منسى قبيلې دپاره وو.
په دې کښې هغه ټوله علاقه هم شامله وه چې د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته د مالګې درياب پورې وه او د پِسګه د غرۀ تر لمنې پورې وه.
د هغوئ علاقه د ارنون وادۍ په غاړه د عروعير پورې او د هغه وادۍ تر مينځ ښار پورې خوره وه او په دې کښې د ميدبا نه ګېرچاپېره ټولې اوچتې علاقې شاملې وې.
د هغوئ علاقه تر محنايم پورې خوره وه او په دې کښې ټول بسن، د بسن بادشاه عوج ټوله بادشاهى او هم داسې په بسن کښې د يائير ټول شپېتۀ کلى هم شامل وُو.
په کښې نيم جِلعاد او هم داسې عستارات او ادرعى، په بسن کښې د عوج په بادشاهۍ کښې ښارونه هم شامل وُو. دا ټول د منسى زوئ مکير اولاد نيمو کورَنو له ورکړے شوى وُو.