Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 29:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 د هغوئ مُلک مو ونيولو او دا مونږ د روبين او جاد په قبيلو او د منسى په نيمه قبيله باندې تقسيم کړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 29:8
9 Iomraidhean Croise  

او هغه څۀ کوه چې مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک يې حُکم درکوى. او د هغۀ ټول قانون او حُکمونه منه، لکه څنګه چې د موسىٰ په شريعت کښې ليکلے شوى دى، بيا چې چرته هم ځې نو په هر کار کښې به کامياب يې.


او هغۀ د هغوئ مُلک په ميراث کښې ورکړو، او خپلو خلقو بنى اِسرائيلو ته يې په ميراث کښې ورکړو.


د هغۀ د حُکم لاندې به مونږ د کنعان مُلک ته ورواوړُو او جنګ له به لاړ شُو، خو زمونږ ميراث به د اُردن هم دې غاړې ته وى.“


نو موسىٰ د جاد او روبين او د منسى نيمې قبيلې ته د امورى بادشاه سيحون او د بسن بادشاه عوج ټوله علاقه په حواله کړه، چې په کښې ښارونه او ګېرچاپېره مُلک هم وو.


بنى اِسرائيلو، ګورئ چې تاسو هغه هر څۀ وکړئ د کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له حُکم درکړے دے. او د دې قانون نه اخوا دېخوا مۀ اوړئ.


په هغه ټولو حُکمونو عمل کوئ، نو ستاسو هر څۀ به سم وى او په هغه مُلک کښې به تاسو ژوند تېروئ د کوم قبضه کولو له چې تاسو روان يئ.


تکړه او زړَور اوسه او په هغه ټول شريعت باندې عمل کوه چې زما خِدمت کوونکى موسىٰ تا له درکړے دے. د هغې نه يو خوا بل خوا مۀ اوړه او بيا چې هر چرته هم تۀ ځې نو کامياب به يې.


ستاسو په خولۀ دې د شريعت دا کِتاب خبرې همېشه وى. شپه او ورځ په دې غور کوئ. او چې په دې کښې څۀ ليکلى دى نو په هغې ښۀ عمل کوئ. نو تاسو به کامياب يئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan