ګردان 28:9 - Pakistani Yousafzai Pashto9 کۀ تاسو د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک حُکمونه ومنئ او د هغۀ په لاره روان يئ، نو هغه به ستاسو نه يو مقدس قوم جوړ کړى لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده. Faic an caibideil |
ورته يې وفرمائيل، ”کۀ تاسو د مالِک خُدائ، د خپل خُدائ پاک خبره په غور سره واورئ او هغه څۀ کوئ کوم چې د هغۀ په نظر کښې صحيح دى او د هغۀ قانون ته پام کوئ او د هغۀ ټول حُکمونه پوره کوئ، نو زۀ به په تاسو داسې هيڅ بيمارۍ نۀ راولم چې کومې ما په مِصريانو راوستلې وې، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ شفا درکوونکے يم.“
د هغې نه هيڅ يو څيز هم ځان له مۀ اخلئ کوم چې تباه کولے شى، نو بيا به د مالِک خُدائ قهر سوړ شى او په تاسو به رحم وکړى. کۀ تاسو د هغۀ په ټولو حُکمونو باندې عمل کوئ کوم چې نن ما درکړى دى او هغه څۀ کوئ چې څۀ درنه غواړى، نو هغه به په تاسو رحم وکړى او ستاسو نه به يو لوئ قوم جوړ کړى، لکه څنګه چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره وعده کړې ده.