8 تاسو چې هر کار کوئ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په هغې کښې برکت واچوى او ستاسو ګودامونه به د غلې نه ډک کړى. هغه به تاسو له په هغه مُلک کښې برکت درکړى کوم چې تاسو له درکوى.
زۀ اوس تاسو سره وعده کوم په دې وخت کښې چې غله لا په ګودام کښې شته، تاسو تر اوسه پورې خپل فصل نۀ دے لو کړے، او ستاسو د انګورو بوټو او د اينځرو ونو، انار او د زيتُونو ونو هيڅ مېوه لا نۀ ده کړې. خو د نن نه به زۀ تاسو له برکت درکړم.“