Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 28:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 کله چې ستاسو دشمنان په تاسو حمله کوى نو مالِک خُدائ به هغوئ له شکست ورکړى. هغوئ به د يو طرف نه په تاسو حمله وکړى، خو بيا به په هر طرف ستاسو نه تښتى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 28:7
21 Iomraidhean Croise  

نو په ماښامى کښې هغوئ پاڅېدل او د شاميانو کېمپ ته لاړل، خو چې کله هغوئ ورورسېدل، نو هلته هيڅ څوک هم نۀ وُو.


اګر چې يهوسفط په يروشلم کښې اوسېدو، هغۀ به هر وخت په جنوب کښې د بيرسبع نه واخله په شمال کښې د غرونو مُلک اِفرائيم تر غاړې پورې سفر کولو، دا د دې دپاره چې خلق مالِک خُدائ د هغوئ پلار نيکۀ خُدائ پاک ته واپس راوغواړى.


هغوئ مې داسې ووهل چې بيا پاڅېدے نۀ شول، هغوئ زما د پښو د لاندې شول.


زۀ به د هغۀ دشمنان د دۀ په مخکښې چخڼى کړم، زۀ به د هغۀ مخالفين سر د لاندې راګزار کړم.


مالِک خُدائ به ستاسو دشمنانو له په تاسو باندې فتح ورکړى. تاسو به د يو طرف نه په هغوئ باندې حمله وکړئ، خو تاسو ته به د تېښتې لار نۀ ملاويږى، چې د زمکې خلق ستاسو دا حالات وګورى نو وبه يريږى چې دا په تاسو څۀ شوى دى.


مالِک خُدائ به ستاسو په هر کار کښې برکت واچوى.


تاسو چې هر کار کوئ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په هغې کښې برکت واچوى او ستاسو ګودامونه به د غلې نه ډک کړى. هغه به تاسو له په هغه مُلک کښې برکت درکړى کوم چې تاسو له درکوى.


ولې زرو کسانو د يو کس نه شکست وخوړو، او ولې لسو زرو صِرف دوه کسانو نه شکست وخوړو؟ مالِک خُدائ، د هغوئ خُدائ پاک، هغوئ پرېښى وُو، خُدائ تعالىٰ د هغوئ نه مخ اړولے وو.


يشوَع دا ټول بادشاهان او د هغوئ علاقه په يو وخت کښې فتح کړه ځکه چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د بنى اِسرائيلو په جنګ کښې مدد کولو.


ستاسو هر يو کس زر سړو له منډه ورکولے شى، ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو دپاره جنګ کوى، هم هغه شان لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده.


نو د هغه ښار نه اِسرائيليان په جنګ کښې د شاملېدو دپاره ښکته راکوز شول. نو د عى سړى د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې ګېر شوى وُو نو هغوئ ټول ووژلے شول. هيڅ څوک هم ونۀ تښتېدل او نۀ څوک ژوندى پاتې شول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan