6 مالِک خُدائ به ستاسو په هر کار کښې برکت واچوى.
هغه دلته ستا دوکه کولو دپاره راغلے وو او چې دا پته ولګوى چې تۀ څۀ څۀ کوې او چرته ځې. په حقيقت کښې تا ته دا پته ده.“
نو ما له پوهه او حِکمت راکړه چې هغوئ په سمه لار باندې بوځم. څوک داسې شته چې ستا په دې لوئ قوم باندې حکومت وکړى؟“
مالِک خُدائ به ستا په تلو راتلو کښې حفاظت کوى، د اوس نه تر ابده پورې به ستا حفاظت کوى.
خُدائ پاک بلعام ته وفرمائيل، ”تۀ د هغوئ سره مۀ ځه او بنى اِسرائيلو دپاره لعنت مۀ غواړه، ځکه چې ما هغوئ له برکت ورکړے دے.“
او په جنګ کښې يې مشرى کوى، نو ستا قوم به د داسې ګډو په شان نۀ وى چې شپون يې نۀ وى.“
مالِک خُدائ به ستاسو هر کار لعنتى کړى.
ستاسو په کندو او خانک کښې به برکت وى.
کله چې ستاسو دشمنان په تاسو حمله کوى نو مالِک خُدائ به هغوئ له شکست ورکړى. هغوئ به د يو طرف نه په تاسو حمله وکړى، خو بيا به په هر طرف ستاسو نه تښتى.
او وې فرمائيل چې، ”زۀ اوس د يو سل او شلو کالو يم او زۀ نور ستاسو د مشرۍ جوګه نۀ يم. او مالِک خُدائ ما ته دا هم فرمائيلى دى چې زۀ به د اُردن نه پورې نۀ ووځم.