Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 28:54 - Pakistani Yousafzai Pashto

54-55 ستاسو د ټولو نه شريف او د نرم زړۀ سړے به هم په محاصره کښې دومره اوږے شى چې هغه به هم خپل بچى وخورى ځکه چې نور خوراک به نۀ ملاويږى. هغه به په دې پاتې لاش کښې خپل ورور او ښځې له چې مينه ورسره کوى او خپلو بچو له هيڅ هم نۀ ورکوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 28:54
14 Iomraidhean Croise  

خو د غريب سره صِرف يوه ګډورۍ وه، کومه چې هغۀ اخستې وه. هغۀ د دې خيال ساتلو او هغه د هغۀ په کور کښې د هغۀ د ماشومانو سره لويه شوه. هغې له به يې د خپل خوراک نه خوراک ورکولو او په خپل جام کښې به يې څښلو ته پرېښوده او په خپله غېږه کښې به يې نيوله. ګډورۍ د هغۀ دپاره د لور په شان وه.


څومره چې پلار په خپلو بچو باندې مهربان وى، نو دومره مالِک خُدائ په هغوئ مهربانه دے څوک چې د هغۀ نه يريږى.


د يو شوم سړى روټۍ مۀ خوره او د هغۀ د مزيدارو خوراکونو ارمان مۀ کوه.


کنجوس انسان د دې ليواله وى چې مالداره شى او د دې نه ناخبره وى چې غربت د دۀ انتظار کوى.


”هيڅکله نه. يو مور خپل د پيو ماشوم هېرولے شى څۀ؟ او چې کوم بچے ترې نه پېدا شوے وى نو د هغۀ سره به مينه نۀ کوى څۀ؟ کۀ يوه مور خپل بچے هېر هم کړى، خو زۀ به تاسو هيڅکله هم هېر نۀ کړم.


په خپل ګاونډى باور مۀ کوه، مۀ په خپل دوست اعتبار کوه. تر دې چې څوک ستا په غېږ کښې اودۀ کيږى هغې سره هم په خپلو خبرو کولو کښې خيال کوه.


نو بيا تاسو د څۀ ليدو له وتلى وئ؟ يو کس چې ښکلې او نرمې جامې يې اچولې وې؟ ګورئ، هغه څوک چې نرمې جامې اچوى هغه په محلونو کښې اوسيږى.


دا زما اختيار نۀ دے څۀ چې زۀ خپل مال څنګه وويشم؟ تۀ په دې راته په بد نظر ګورې چې زۀ سخى يم؟


کۀ ستاسو ورور، زوئ، لور، يا په تاسو ګرانه ښځه، يا ستاسو نزدې دوست هم تاسو ته پټ پټ وائى چې د نورو معبودانو عبادت وکړئ، هغه معبودان چې تاسو او ستاسو پلار نيکۀ يې هيڅکله هم عبادت نۀ دے کړے.


هغۀ ته د څۀ څيز قرض ورکولو نه په دې وجه اِنکار مۀ کوئ چې د قرضونو د معاف کولو کال نزدې دے. داسې بد سوچونه خپل ذهن ته مۀ راولئ. کۀ تاسو خپل ورور له قرض ورنۀ کړئ نو هغه به مالِک خُدائ ته ستاسو خِلاف فرياد وکړى او ګناه به ستاسو په غاړه شى.


کله چې ستاسو دشمنان ستاسو ښارونه محاصره کوى، نو تاسو به دومره اوږى شئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له کوم بچى درکړى وى نو هغه به هم وخورئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan