53 کله چې ستاسو دشمنان ستاسو ښارونه محاصره کوى، نو تاسو به دومره اوږى شئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له کوم بچى درکړى وى نو هغه به هم وخورئ.
زۀ به د هغوئ دشمنان څوک چې د هغوئ د وينو تږى دى راپاڅوم چې د دوئ ښار نه ګېره واچوى او دوئ ته غټ تکليف ورسوى. او دا ګېره به دومره سخته وى چې دوئ به د خپلو ماشومانو او ګاونډيانو په خوړلو شروع وکړى.
وګوره، اے مالِکه خُدايه، او غور وکړه. تا داسې د چا سره کړى دى؟ ولې ميندې دې خپل ماشومان خورى چې هغوئ زيږولى دى؟ ولې اِمامان او پېغمبران دې د مالِک په مقدس کور کښې قتل کړے شى؟
کله چې زما قوم تباه کېدو نو د لوږې نه مهربانه ميندو هم خپل ماشومان پاخۀ کړل او وې خوړل.
نو په دې وجه به په تا کښې مور پلار خپل بچى وخورى او بچى به خپل مور پلار وخورى. زۀ به تاسو له سزا درکړم او څوک چې ژوندى پاتې شى هغوئ به تس نس کړم.
ستاسو لوږه به دومره زياته شى چې خپل بچى به وخورئ.
افسوس دے په هغه ښځو چې په دغه ورځو کښې اُميدوارې وى او په هغوئ چې بچو له سينه ورکوى.
مالِک خُدائ به په تاسو لعنت راولى او لږ بچى، بېکاره فصل او لږ څاروى او ګډې به درکړى.
ستاسو د ټولو نه شريف او د نرم زړۀ سړے به هم په محاصره کښې دومره اوږے شى چې هغه به هم خپل بچى وخورى ځکه چې نور خوراک به نۀ ملاويږى. هغه به په دې پاتې لاش کښې خپل ورور او ښځې له چې مينه ورسره کوى او خپلو بچو له هيڅ هم نۀ ورکوى.