Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 28:41 - Pakistani Yousafzai Pashto

41 ستاسو به زامن او لوڼه وى، خو تاسو به يې د ځان سره نۀ شئ ساتلے، ځکه چې هغوئ به قېديان شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 28:41
8 Iomraidhean Croise  

نبوکدنضر د يروشلم خلق، ټول شهزادګان او ټول مشران سړى قېديان بوتلل چې دا ټول په شمېر کښې لس زره وُو. هغۀ سره د لوهارانو، ټول ماهِر کاريګران وويستل او په يهوداه کښې يې صِرف مسکينان خلق پرېښودل.


اګر چې د يهوداه خلق د هغوئ خپل رشته‌دار هم وُو، خو د اِسرائيل لښکر دوه لاکه ښځې او ماشومان قېديان کړل او د ډېر زيات مالِ غنيمت سره يې سامريه ته بوتلل.


د هغوئ خوارى به بې‌ځايه نۀ وى او د هغوئ بچى به د افت سره نۀ مخ کيږى. ځکه چې هغوئ به د مالِک خُدائ بختور خلق وى، هغوئ او د هغوئ اولاد به برکتناک وى.


”مالِک خُدائ په حقه دے ځکه ما د هغۀ د حکم نه سرکشى کړې ده. خو اے ټولو خلقو ما ته غوږ شئ، زما غمونو او دردونو ته وګورئ، زما پېغلې ښځې او ځوانان سړى د جلاوطنۍ دپاره بوتلے شوى دى.


د هغې دشمنان په هغې اختيارمن شول، او د هغې دشمنان آرام او پُرسکونه ژوند تېروى. مالِک خُدائ داسې ځکه وکړل، چې سرکشى يې ډېره وه. د هغې ماشومان ونيولے شول، او لرې مُلک ته جلاوطن کړے شول.


نو بيا بادشاه د خپل دربار مشر خصى آفسر آشپيناز ته حکم وکړو، چې يو څو بنى اِسرائيليان چې د شاهى خاندان او مخوريزو سړو سره تعلق ساتى راولئ.


خپل سرونه په ماتم کښې ګنجى کړئ د هغه بچو دپاره چا نه چې تاسو خوشحاله يئ، خپل ځانونه بلکل ګنجى کړئ، ځکه چې هغوئ به تاسو نه جلاوطن شى.


ستاسو زامن او لوڼه به نورو قومونو له غلامان ورکړے شى تاسو به همېشه هغوئ ته سترګې په لار يئ خو هيڅ به هم نۀ شئ کولے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan