18 مالِک خُدائ به په تاسو لعنت راولى او لږ بچى، بېکاره فصل او لږ څاروى او ګډې به درکړى.
وګوره، اے مالِکه خُدايه، او غور وکړه. تا داسې د چا سره کړى دى؟ ولې ميندې دې خپل ماشومان خورى چې هغوئ زيږولى دى؟ ولې اِمامان او پېغمبران دې د مالِک په مقدس کور کښې قتل کړے شى؟
زۀ به په تاسو خوراک بند کړم، نو د لسو کورَنو اوړۀ به يو ښانک کښې يو ځائ تيارولے شى. هغوئ سره به خوراک ختم شى او چې کله تاسو هر څۀ وخورئ، نو بيا به هم اوږى يئ.
اګر کۀ د اينځرو ونه غوټۍ نۀ کوى او د انګورو په بوټو کښې انګور نشته، اګر کۀ د زيتُونو فصل ناکام شى او پټى غله نۀ پېدا کوى، اګر کۀ په شپول کښې ګډې نشته او څاروى په پنډال کښې نشته،
ستاسو په وجه به زۀ ستاسو اولاد ورټم، زۀ به ستاسو په مخونو ستاسو د اختر د قربانو ګند واچوم، او تاسو به دې سره بهر وغورزولے شئ.
مالِک خُدائ به ستاسو په ښارونو او پټو باندې لعنت راولى.
مالِک خُدائ به ستاسو هر کار لعنتى کړى.
مالِک خُدائ به تاسو له ډېر اولاد، ډېره غله او ډېر څاروى او ګډې درکړى.
يو بُت ته هم چې سجده ونۀ لګوئ او نۀ يې عبادت وکړئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو غېرتى خُدائ پاک يم. زۀ د پلار نيکۀ د ګناه سزا د هغوئ اولاد له تر درېم او څلورم نسله پورې ورکوم څوک چې زما نه نفرت کوى.