Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 28:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو د قومونو کشران نه بلکې مشران جوړ کړى، نن چې زۀ کوم حُکمونه درکوم کۀ په هغه ټولو باندې عمل وکړئ نو تاسو به همېشه کامياب يئ او هيڅکله به ناکام نۀ شئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 28:13
11 Iomraidhean Croise  

ورته يې وفرمائيل، ”کۀ تاسو د مالِک خُدائ، د خپل خُدائ پاک خبره په غور سره واورئ او هغه څۀ کوئ کوم چې د هغۀ په نظر کښې صحيح دى او د هغۀ قانون ته پام کوئ او د هغۀ ټول حُکمونه پوره کوئ، نو زۀ به په تاسو داسې هيڅ بيمارۍ نۀ راولم چې کومې ما په مِصريانو راوستلې وې، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ شفا درکوونکے يم.“


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”د يعقوب دپاره د خوشحالۍ سندرې ووايئ او چغې ووهئ چې بنى اِسرائيل د ټولو نه لوئ قوم دے. مالِک خُدائ ته د حمد و ثناء چغې ووهئ او ووايئ چې، اے مالِکه خُدايه، په بنى اِسرائيلو کښې پاتې شوے خپل قوم دې بچ کړه.


نو مالِک خُدائ به تاسو له برکت درکړى، لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده. تاسو به ډېرو قومونو له قرض ورکړئ، خو تاسو به د هيچا نه قرض نۀ اخلئ، ستاسو په قبضه کښې به ډېر قومونه وى، خو تاسو به د هيچا په قبضه کښې نۀ يئ.


هغۀ چې څومره قومونه پېدا کړى دى نو په هغه ټولو کښې به ستاسو مقام اوچت وى، نو ستاسو په وجه به د هغۀ د نوم صِفت او درناوے کيږى. تاسو به هغه قوم يئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ته مقدس وى، لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده.“


کۀ تاسو د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک پوره فرمانبردارى وکړئ او په وفادارۍ سره د هغۀ په ټولو حُکمونو عمل کوئ کوم چې زۀ تاسو له درکوم، نو هغه به تاسو له د دُنيا په ټولو قومونو باندې اوچت مقام درکړى.


ستاسو په مُلک کښې چې کوم د پردى مُلک خلق اوسيږى هغوئ به ورځ په ورځ په تاسو زورَور کيږى او تاسو به ورځ په ورځ کمزورى کېږئ.


هغوئ سره به پېسې وى چې تاسو له يې قرض درکړى، خو تاسو سره به هيڅ نۀ وى چې تاسو يې هغوئ له قرض ورکړئ. په آخر کښې به هغوئ ستاسو بادشاهان شى.


صرف داسې اخلاق کوئ چې ستاسو ژوند دې د مسيح د زيرى په مطابق وى، نو بيا کۀ زۀ راشم او يا رانۀ شم، خو چې ستاسو په حقله دا واورم چې تاسو په يو روح کښې قائم يئ، او د اِنجيل د ايمان دپاره په يو زړۀ ښۀ خوارى کوئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan