Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 28:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 هغه به په آسمان کښې د خپلې ډکې خزانې نه په صحيح موسم کښې باران ووروى او ستاسو په هر کار کښې به برکت واچوى، نو تاسو به ډېرو قومونو له قرض ورکوئ، خو د هيچا نه به تاسو قرض نۀ اخلئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 28:12
15 Iomraidhean Croise  

نو څۀ موده وروستو، د اوچ کالۍ په درېم کال، د مالِک خُدائ کلام په الياس نازل شو چې، ”لاړ شه او د اخى‌اب بادشاه په مخکښې حاضر شه، نو زۀ به په زمکه باران راولېږم.“


تۀ د واورې ګودامونو ته ننوتلے يې څۀ، يا تا د ږلۍ ګودامونه ليدلى دى څۀ؟


د زمکې د آخر سر نه هغه وريځې راپورته کوى، او هغه باران سره برېښنا رالېږى او هغه هوا د خپلو ذخيرو نه رالوځوى.


مالداره په غريبانانو باندې حکومت کوى، او قرض اخستونکے د قرض ورکونکى غلام وى.


زۀ به هغوئ له، او خپل غر نه چاپېره ځايونو له برکت ورکړم. زۀ به په صحيح موسم په هغوئ باران کوم، او دا به د فضل او برکت بارانونه وى.


نو زۀ به په صحيح وخت باران وروم، هغه زمکه به فصلونه پېدا کړى او ونې به مېوې ونيسى.


نو بيا به هغه ستاسو په مُلک کښې په صحيح موسم کښې، په خزان او سپرلى کښې بارانونه ووروى، نو تاسو به د زيتُونو تېل، غله او انګور راټولوئ،


دا خوراک د ليويانو دپاره دے، ځکه چې د هغوئ خپل جائيداد نشته او ورسره د هغه مسافرو دپاره، يتيمانو او کونډو دپاره دے چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى. هغوئ ټول دې راځى او د خپل ضرورت څيزونه دې ترې نه اخلى. هم دغه شان کوئ او مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو له ستاسو په هر څۀ کښې برکت درکوى.


هغۀ ته چې د څۀ څيز ضرورت وى نو په خوشحالۍ سره او د زړۀ د اخلاصه يې ورکړئ، نو مالِک خُدائ به تاسو له په هر کار کښې برکت درکوى.


نو مالِک خُدائ به تاسو له برکت درکړى، لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده. تاسو به ډېرو قومونو له قرض ورکړئ، خو تاسو به د هيچا نه قرض نۀ اخلئ، ستاسو په قبضه کښې به ډېر قومونه وى، خو تاسو به د هيچا په قبضه کښې نۀ يئ.


يو مسافر له چې څۀ څيز قرض ورکړئ نو د هغې سود د هغۀ نه اخستے شئ، خو چې خپل اِسرائيلى له څۀ قرض ورکړئ نو د هغې سود به ترې نه نۀ اخلئ. دا اصُول ومنئ او مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په هغه مُلک کښې تاسو له په هر کار کښې برکت درکړى کوم مُلک چې تاسو قبضه کوئ.


د باران په ځائ به مالِک خُدائ د خاورو او د شګو طوفان راولى او طوفانونه به تر هغې پورې وى چې تاسو تباه کړى.


هغوئ سره به پېسې وى چې تاسو له يې قرض درکړى، خو تاسو سره به هيڅ نۀ وى چې تاسو يې هغوئ له قرض ورکړئ. په آخر کښې به هغوئ ستاسو بادشاهان شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan