Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 28:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 کۀ تاسو د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک پوره فرمانبردارى وکړئ او په وفادارۍ سره د هغۀ په ټولو حُکمونو عمل کوئ کوم چې زۀ تاسو له درکوم، نو هغه به تاسو له د دُنيا په ټولو قومونو باندې اوچت مقام درکړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 28:1
31 Iomraidhean Croise  

نو داؤد ته پته ولګېده چې مالِک خُدائ هغه د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړے دے او د خپلو خلقو په خاطر يې د هغۀ بادشاهۍ له برکت ورکړے دے.


بختور دى هغوئ څوک چې اِنصاف کوى، او څوک چې تل ښۀ کارونه کوى.


د مالِک خُدائ نه يره کول د حکمت شروع ده، هر هغه څوک چې د هغۀ قانون منى هغه هوښيار دے، د تل دپاره به د هغۀ ثناء صِفت وى.


او ځکه زۀ ستا ټول تعليمات صحيح ګڼمه او زۀ د هر يوې خطا لارې نه نفرت کومه


نو بيا به زۀ شرمنده نۀ شم ځکه چې زۀ ستا په ټولو حُکمونو باندې عمل کوم.


هغۀ خپل قوم دپاره د فخر ښکر پورته کړے دے، ترڅو د هغۀ ټول نېک او مقدس خلق د هغۀ ثناء صِفت بيان کړى، يعنې بنى اِسرائيل چې هغۀ ته نزدې دى. د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى.


مالِک خُدائ فرمائى، ”ځکه چې دے ما سره مينه کوى زۀ به يې بچ کړم، هغه زما په نامه يقين لرى زۀ به امان ورکړم.


ورته يې وفرمائيل، ”کۀ تاسو د مالِک خُدائ، د خپل خُدائ پاک خبره په غور سره واورئ او هغه څۀ کوئ کوم چې د هغۀ په نظر کښې صحيح دى او د هغۀ قانون ته پام کوئ او د هغۀ ټول حُکمونه پوره کوئ، نو زۀ به په تاسو داسې هيڅ بيمارۍ نۀ راولم چې کومې ما په مِصريانو راوستلې وې، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ شفا درکوونکے يم.“


خو کۀ تاسو په رښتيا سره د هغې خبره ومنئ او هغه هر څۀ وکړئ چې ما حُکم درکړے دے، نو زۀ به ستاسو د دشمنانو سخت دشمن يم.


کۀ تاسو زما، مالِک خُدائ د ستاسو خُدائ پاک عبادت کوئ، نو زۀ به ستاسو په خوراک او اوبو کښې برکت واچوم او د ټولو بيماريانو نه به مو بچ وساتم.


خو کۀ تاسو خپلې رضا سره تابعدار يئ، نو چې زمکه کوم ښۀ څيزونه پېدا کوى، هغه به تاسو خورئ.


صادقانو له خوشخبرى ورکړه چې هغوئ بختور دى، ځکه چې هغوئ به د خپلو اعمالو د ښې مېوې نه خوند واخلى.


دا هغه لوظ دے چې کله ما ستاسو پلار نيکۀ سره په هغه وخت کښې کړے دے کله چې ما هغوئ د مِصر نه بهر راوويستل د هغه ځائ نه چې لکه د اور د بټۍ په شان وو. کۀ چرې تاسو زما د حکمونو پيروى وکړئ کوم چې ما تاسو له درکړى دى، نو بيا به تاسو زما قوم يئ، او زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم.


او بيا کۀ چرې دا قومونه په رښتيا سره زما د خلقو طريقې زده کړى، او کۀ هغوئ زما په نوم قسم خوړل زده کړى او وائى چې په يقين سره مالِک خُدائ ژوندے دے، لکه څنګه چې هغوئ يو وخت زما قوم ته د بعل د بُت په نوم قسم خوړل ور زده کړى وُو، نو هغوئ به بيا زما د قوم په مينځ کښې آباد شى.


خو مالِک خُدائ فرمائى، کۀ چرې تاسو زما خبره ومنئ او د سبت په ورځ په دې دروازو د تجارت دپاره څۀ داخل نۀ کړئ او نۀ څۀ کار وکړئ، او هغه مقدسه وساتئ،


دوئ دواړه د خُدائ پاک په وړاندې رښتينى وُو او د مالِک خُدائ ټول حُکمونه او قانونونه يې بې‌عېبه منل.


نو هغۀ جواب ورکړو، ”نه، بختور هغه دى څوک چې د خُدائ پاک کلام اورى او عمل پرې کوى.“


او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”څوک چې زما په نوم داسې ماشوم قبول کړى هغه ما قبلوى، او څوک چې ما قبلوى هغه، هغه څوک قبلوى چې زۀ يې رالېږلے يم. ځکه چې په تاسو ټولو کښې ورکوټے په تاسو ټولو کښې لوئ دے.“


تاسو به هله زما دوستان يئ چې زما په حُکمونو عمل کوئ.


څوک چې په صبر سره ښۀ کوى او د جلال او د عزت او د نۀ ختمېدونکى ژوند لټون کوى، هغوئ ته به خُدائ پاک د تل ژوندون ورکړى.


ځکه څوک چې د شريعت په عملونو بهروسه کوى، هغوئ لعنتيان دى، لکه چې په صحيفو کښې فرمائى چې، ”هر هغه څوک چې د شريعت په کِتاب کښې په ليکلے شوو ټولو خبرو عمل نۀ کوى هغوئ ټول لعنتيان دى.“


نو کۀ تاسو زما په حُکمونو په وفادارۍ سره عمل کوئ کوم چې نن ما درکړى دى، او تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ او د زړۀ د اخلاصه د هغۀ خِدمت کوئ،


برکت به په دې کښې وى، چې د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په هغه حُکمونو عمل کوئ چې نن يې زۀ درکوم،


کۀ تاسو د هغۀ فرمانبردارى کوئ او هغه هر څۀ پوره پوره ومنئ چې نن يې زۀ حُکم درکوم.


مالِک خُدائ نن تاسو خپل قيمتى قوم ګڼلى يئ، لکه څنګه چې هغۀ تاسو سره وعده کړې وه، او هغۀ تاسو له حُکم درکړے دے چې د هغۀ ټول حُکمونه به منئ.


هغۀ چې څومره قومونه پېدا کړى دى نو په هغه ټولو کښې به ستاسو مقام اوچت وى، نو ستاسو په وجه به د هغۀ د نوم صِفت او درناوے کيږى. تاسو به هغه قوم يئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ته مقدس وى، لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده.“


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو د قومونو کشران نه بلکې مشران جوړ کړى، نن چې زۀ کوم حُکمونه درکوم کۀ په هغه ټولو باندې عمل وکړئ نو تاسو به همېشه کامياب يئ او هيڅکله به ناکام نۀ شئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan