6 ځکه چې تاسو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دپاره هره قربانګاه جوړَوئ نو هغه دې د داسې کاڼو نه جوړولے شى چې کټ کړے شوى نۀ وى. هلته به تاسو سوزېدونکې قربانۍ پېش کوئ،
د کومو کاڼو نه چې د مالِک خُدائ کور جوړ شوے وو هغه په کان کښې تيار شوى وُو، نو چې کله هغه کور جوړېدو، نو د څټکو، تېشو، يا د اوسپنو د نورو آوزارو آواز د خُدائ پاک په کور کښې نۀ وو اورېدلے شوے.
کۀ تاسو زما دپاره د کاڼو نه يوه قربانګاه جوړَوئ، نو هغه د تراشلے شوى کاڼو نه مۀ جوړَوئ، ځکه چې کله تاسو په هغه کاڼو آوزار لګوئ، نو هغه به ناپاکه کړئ.
او د مينې نه داسې ډک ژوند تېر کړئ لکه څنګه مينه چې مسيح زمونږ سره وکړه او خپل ځان يې زمونږ دپاره د خوشبوداره نذرانې په طور خُدائ پاک ته قربان کړو.
هلته د کاڼو يوه داسې قربانګاه جوړه کړئ چې د هغې په جوړولو کښې د اوسپنې هيڅ آوزار استعمال نۀ شى،
او هلته به تاسو قربانى کوئ او خپلې د سلامتۍ نذرانې به خورئ او د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې به شُکر وباسئ.