5 هلته د کاڼو يوه داسې قربانګاه جوړه کړئ چې د هغې په جوړولو کښې د اوسپنې هيڅ آوزار استعمال نۀ شى،
د کومو کاڼو نه چې د مالِک خُدائ کور جوړ شوے وو هغه په کان کښې تيار شوى وُو، نو چې کله هغه کور جوړېدو، نو د څټکو، تېشو، يا د اوسپنو د نورو آوزارو آواز د خُدائ پاک په کور کښې نۀ وو اورېدلے شوے.
کۀ تاسو زما دپاره د کاڼو نه يوه قربانګاه جوړَوئ، نو هغه د تراشلے شوى کاڼو نه مۀ جوړَوئ، ځکه چې کله تاسو په هغه کاڼو آوزار لګوئ، نو هغه به ناپاکه کړئ.
موسىٰ د مالِک خُدائ هغه ټولې خبرې وليکلې. بل سحر وختى د غرۀ په لمن کښې هغۀ يوه قربانګاه جوړه کړه او د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو په مطابق يې د هرې يوې دپاره دولس تيږې ودرولې.
ځکه چې تاسو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دپاره هره قربانګاه جوړَوئ نو هغه دې د داسې کاڼو نه جوړولے شى چې کټ کړے شوى نۀ وى. هلته به تاسو سوزېدونکې قربانۍ پېش کوئ،