23 د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د خپلې خواښې سره زنا کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.
چې تاسو د يوې ښځې سره څملئ نو د هغې د لور يا د هغې د نمسۍ سره هم زنا مۀ کوئ، ځکه چې هغوئ ستاسو خپلوانې دى، دا به يو بد عمل وى.
کۀ يو سړے يوه ښځه او د هغې مور وادۀ کړى، نو هغوئ درې واړه به په اور کښې سوزولے شى ځکه چې هغوئ ډېر بد عمل کړے دے، ستاسو په مينځ کښې به د داسې کار اجازت نۀ وى.
د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې په پټه باندې قتل کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.