Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 27:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د خپل پلار د ښځې سره زنا کوى، او د خپل پلار بې‌عزتى کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 27:20
12 Iomraidhean Croise  

چې کله يعقوب په هغه مُلک کښې اوسېدو، روبين لاړو او د خپل پلار د وينځې بِلهاه سره څملاستو، يعقوب د دې نه خبر شو او غصه شو. د يعقوب دولس زامن وُو.


تۀ د جوشناک سېلاب په شان يې، خو تۀ به د ټولو نه عزتمند نۀ يې، دا ځکه چې تۀ زما د بلې ښځې سره څملاستې او د خپل پلار کټ دې پليت کړو.


نو هغوئ د محل په چت باندې د ابى‌سلوم دپاره يوه خېمه ولګوله او د ټولو خلقو په مخکښې ابى‌سلوم ورننوتلو او د خپل پلار د وينځو سره څملاستو.


دا د روبين اولاد دے چې هغه د يعقوب مشر زوئ وو. هغۀ د خپل پلار د بلې ښځې سره د زنا کولو په وجه د خپل پلار بې‌عزتى وکړه نو چې د مشرى زوئ کوم حقُونه هغۀ لرل، هغه ختم شول او هغه حقُونه يوسف ته مِلاو شول.


په تا کښې هغوئ دى چې د خپل پلار د کټ بې‌حرمتى کوى، په تا کښې هغوئ دى چې د ښځو سره په ماهوارۍ کښې څملى، کله چې هغوئ په شرعى توګه پاکې نۀ وى.


د خپلې مور سره زنا کولو په وجه د خپل پلار سپکاوے مۀ کوئ، هغه ستاسو مور ده. د خپلې مور سره به هيڅکله داسې غلط کار نۀ کوئ.


د خپل پلار د نورو ښځو سره زنا مۀ کوئ، دا ستاسو د پلار سپکاوے دے.


کۀ يو سړے د پلار د ښځې سره څملى او د پلار سپکاوے وکړى، نو هغه سړے او ښځه دواړه به وژلے شى. د هغوئ خُون په خپله غاړه دے.


هغوئ د غريبانانو سرونه لکه د زمکې د خاورى په شان د پښو لاندې کوى او نۀ پرېږدى چې مظلومانو ته اِنصاف مِلاو شى. پلار او زوئ هم يوې ښځې سره څملى او زما د پاک نوم بې‌حرمتى کوى.


زۀ خبر شوے يم چې ستاسو په مينځ کښې جنسى حرام کارى کيږى، بلکې داسې جنسى حرام کارى چې په بې‌دينه خلقو کښې هم نۀ کيږى. په تاسو کښې يو سړے دے چې د هغۀ خپلې ميرنۍ مور سره ناجائزه تعلقات دى.


يو سړے دې هم د خپل پلار بې‌عزتى نۀ کوى چې د خپل پلار د ښځو نه د يوې سره څملى.


د کوم سړى چې هګۍ ماتې شوې وى يا يې ذکر پرې کړے شوے وى نو هغه يو به هم د مالِک خُدائ په خلقو کښې نۀ شى شاملېدلے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan