19 د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې هغه مسافر، يتيمان او کونډې د خپلو حقُونو نه محرومه کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.
د ډېرو خلقو په بد عمل کښې يا د قانون ماتولو په ګواهۍ کښې ملګرتيا مۀ کوئ او بېاِنصافى مۀ کوئ.
بدکاران په پټه رشوت اخلى د اِنصاف په لاره کښې دوئ مداخلت پېدا کوى.
هسې نه چې دوئ شراب وڅښى شريعت ترې نه هېر شى او ټول مظلومان د خپل حق نه محرومه کړى.
د هغه مسافرو سره بد سلوک مۀ کوئ کوم چې ستاسو په مُلک کښې اوسيږى.
دې ته غوږ شئ، اے د يعقوب د قوم مشرانو، او د اِسرائيل د قوم حکمرانانو، څوک چې اِنصاف نه نفرت کوئ او هغه هر څۀ غلطوئ چې صحيح وى،
”نو زۀ به تاسو له د عدالت دپاره نزدې درشم. زر به زۀ د جادوګرو، زناکارو او چې په دروغو قسم خورى د هغوئ خلاف ګواهى ورکړم، د هغوئ خلاف چې د مزدورانو سره په مزدورۍ کښې ټګى کوى، څوک چې په کونډو او يتيمانانو ظلم کوى، او مسافر د اِنصاف نه محروموى خو زما نه نۀ يريږى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
هغه دا ګورى چې د يتيمانو او کونډو سره ښۀ سلوک کيږى او کۀ نه، هغه د مسافرو سره مينه کوى کوم چې زمونږ خلقو سره اوسيږى او هغوئ له خوراک او جامې ورکوى.
مسافر او يتيمان د خپلو حقُونو نه مۀ محرومه کوئ، او د يوې کونډې نه د قرض په ضمانت کښې جامې مۀ اخلئ.