18 د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې يو ړوند کس بېلارې کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.
کېدے شى چې زما پلار ما له لاس راوړى او هغۀ ته پته ولګى چې زۀ يې دوکه کوم، نو زۀ به په خپل ځان د برکت په ځائ لعنت راوړم.“
زۀ د ړندو دپاره سترګې وم، او د ګوډيانو دپاره پښې وم.
څوک چې يو نېک انسان بدکارۍ ته رهنمائى کوى نو په خپل لټ کښې به راګېر شى، خو ايمانداره انسان ته به ښۀ ميراث مِلاو شى.
زما د خلقو مشران لکه د محافظانو په شان دى څوک چې په سترګو ړاندۀ دى، او ټول د هيڅ نه هم نۀ دى خبر. هغوئ ټول د ګونګى سپى په شان دى او غپلے نۀ شى، هسې پراتۀ وى او خوبونه کوى. د هغوئ خوب ډېر خوښ دے.
يو کُوڼ کس ته ښېرې مۀ کوئ او د يو ړوند په مخکښې داسې څۀ څيز مۀ ږدئ چې په هغې باندې تيندک وخورى. زما نه يرېږئ، زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.
د دوئ پرواه مۀ کوئ. دا ړاندۀ لارښودونکى دى، نو کۀ چرې يو ړوند بل ړوند ته لارښودنه کوى نو دواړه به په کنده کښې وغورزيږى.“
د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې هغه مسافر، يتيمان او کونډې د خپلو حقُونو نه محرومه کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.
خو زۀ ستا خلاف د يو څو خبرو شکايت کوم چې په تاسو کښې هلته څۀ کسان شته چې د بلعام د تعليم پيروى کوى، چا چې بلق ته تعليم ورکړو چې بنى اِسرائيل ګډوډ کړى چې هغوئ بُتانو ته شوې قربانۍ وخورى او حرامکارى دې وکړى.