ګردان 27:15 - Pakistani Yousafzai Pashto15 د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د کاڼى، لرګى، يا د ويلې کړے شوے څۀ څيز نه بُت جوړ کړى او په پټه د هغې عبادت کوى، مالِک خُدائ د بُت پرستۍ نه نفرت کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين. Faic an caibideil |
نو په دې وجه هغوئ سره خبره وکړه او هغوئ ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې کله چې يو بنى اِسرائيلى خپل زړۀ کښې بُتانو له ځائ ورکړے وى او د خپل ځان د وړاندې يې د ګناه او تيندک خوړلو سبب ګرځولے وى او بيا يو نبى ته د مشورې دپاره ورشى، نو بيا به زۀ مالِک خُدائ هغۀ له په خپله داسې جواب ورکړم چې د هغوئ د ډيرې بُت پرستۍ لائق وى.
بادشاه سلامت، زۀ چې څۀ وئيل غواړم نو هغه واوره. کۀ دا مالِک خُدائ وى چې تۀ يې زما خِلاف کړې، نو يوه نذرانه چې هغۀ ته پېش شى نو کېدے شى چې د هغۀ فېصله بدله شى، خو کۀ دا انسان کړى وى، نو په هغوئ دې د مالِک خُدائ لعنت راشى. ځکه چې هغوئ زۀ د مالِک خُدائ د مُلک نه وشړلم او راته يې ووئيل چې د پردو معبودانو عبادت کوه.