Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 27:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 نو دغه قبيلې يعنې د روبين، جاد، آشر، زبولون، دان او نفتالى د عيبال په غرۀ ودريږى. او په خلقو به لعنت وائى

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 27:13
9 Iomraidhean Croise  

لِياه اُميدواره شوه او يو زوئ يې پېدا شو. هغې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ زۀ په تکليف کښې ليدلې يم او اوس به زما خاوند زما سره مينه کوى.“ نو د هغۀ نوم يې روبين کېښودو.


هغې ووئيل، ”خُدائ پاک ما له يوه ښُکلې تُحفه راکړې ده. اوس به زما خاوند زما قدر کوى، ځکه چې زما نه د هغۀ شپږ زامن پېدا شوى دى.“ نو هغې د هغۀ نوم زبولون کېښودو.


کله چې مالِک خُدائ تاسو هغه مُلک ته راولى کوم چې تاسو قبضه کوئ، نو د برکت آواز به تاسو د ګِرزيم غر نه وکړئ او د لعنت آواز به د عيبال غر نه وکړئ.


”د اُردن سيند نه د اوړېدو نه پس به دغه قبيلې د ګِرزيم په غرۀ ودريږى، يعنې د شمعون، ليوى، يهوداه، يساکار، يوسف او بنيامين قبيلې. او دوئ به په خلقو د برکتونو اِعلان کوى.


ليويان به دا خبرې په اوچت آواز سره وکړى،


او چې تاسو د اُردن بلې غاړې ته واوړئ، نو د عيبال په غرۀ باندې دا کاڼى ودروئ، لکه څنګه چې نن زۀ تاسو له حُکم درکوم او هغه کاڼى لېو کړئ.


اِسرائيليان سره د مشرانو، آفسرانو او قاضيانو او سره د هغه نورو قومونو چې د هغوئ سره اوسېدل د مالِک خُدائ د لوظ صندوق دواړو طرفونو ته ودرېدل. او ليويانو اِمامانو ته يې مخ وو چا چې د لوظ صندوق اوچت کړے وو. نيم خلق داسې ولاړ وُو چې شا يې د ګِرزيم غرۀ ته وه او د نيمو خلقو شا عيبال غرۀ ته وه. د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ دوئ ته حُکم کړے وو چې کله ورباندې د برکت موندلو وخت راشى نو داسې دې وکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan