Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 27:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 ”د اُردن سيند نه د اوړېدو نه پس به دغه قبيلې د ګِرزيم په غرۀ ودريږى، يعنې د شمعون، ليوى، يهوداه، يساکار، يوسف او بنيامين قبيلې. او دوئ به په خلقو د برکتونو اِعلان کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 27:12
10 Iomraidhean Croise  

لِياه ووئيل، ”خُدائ پاک ما له خپل اجر راکړے دے، ځکه چې ما خپله وينځه خپل خاوند له ورکړه.“ نو هغې په خپل زوئ يساکار نوم کېښودو.


نو هغې د هغۀ نوم يوسف کېښودو او ووئيل، ”مالِک خُدائ دې ما له يو بل زوئ هم راکړى.“


هغه مړه کېدله او د هغې ساه په وتلو وه، نو هغې په خپل زوئ بِن‌اَونى نوم کېښودو، خو يعقوب پرې بنيامين نوم کېښودو.


چې کله يعقوب په هغه مُلک کښې اوسېدو، روبين لاړو او د خپل پلار د وينځې بِلهاه سره څملاستو، يعقوب د دې نه خبر شو او غصه شو. د يعقوب دولس زامن وُو.


بيا هم په هغه ورځ موسىٰ د بنى اِسرائيلو خلقو ته وفرمائيل،


نو دغه قبيلې يعنې د روبين، جاد، آشر، زبولون، دان او نفتالى د عيبال په غرۀ ودريږى. او په خلقو به لعنت وائى


کله چې يوتام د دې نه خبر شو، نو هغه لاړو او د ګِرزيم د غرۀ په سر ودرېدو او هغوئ ته يې چغې ووهلې، ”اے د شِکم خلقو، تاسو زما خبره واورئ تاسو زما خبره واورئ تر دې چې خُدائ پاک ستاسو خبره واورى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan