1 بيا موسىٰ او د بنى اِسرائيلو مشرانو خلقو ته وفرمائيل، ”نن چې زۀ کوم اصُول درته ښايم هغه ټول ومنئ.
نو اوس زما خلقو، زمونږ د خُدائ پاک او د مالِک خُدائ د خلقو بنى اِسرائيلو د غونډې په مخکښې زۀ تاسو ته وايم چې هغه هر څۀ هم هغه شان پوره پوره منئ چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د هغې حُکم راکړے دے، نو چې دا ښۀ مُلک ستاسو ميراث وى او چې د همېشه دپاره يې خپلو راتلونکو نسلونو ته منتقل کړئ.“
نو بيا به دوئ په خُدائ توکل وکړى، او د هغۀ کارونه به نۀ هېروى، خو د هغۀ حُکمونه به منى.
نو هغۀ جواب ورکړو، ”نه، بختور هغه دى څوک چې د خُدائ پاک کلام اورى او عمل پرې کوى.“
تاسو به هله زما دوستان يئ چې زما په حُکمونو عمل کوئ.
په دې کِتاب کښې هغه خبرې دى کومې چې موسىٰ ټولو بنى اِسرائيلو ته وکړې کله چې هغوئ د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته په صحرا کښې وُو. هغوئ سوف ته نزدې د اُردن په مېدان کښې وُو، دا د هغې ښارونو په مينځ کښې دے چې د فاران ښار يې يو طرف ته دے او د طوفل، لابن، حصيروت، او د ديذهب ښارونه يې په بل طرف دى.
نو ګورئ، په هغه ټولو حُکمونو به عمل کوئ کوم چې نن زۀ درکوم.“
مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک نن تاسو ته حُکم کوى چې په دې ټولو حُکمونو او اصُولو باندې عمل کوئ، او د زړۀ د اخلاصه په وفادارۍ سره په دې عمل کوئ.
هغۀ چې څومره قومونه پېدا کړى دى نو په هغه ټولو کښې به ستاسو مقام اوچت وى، نو ستاسو په وجه به د هغۀ د نوم صِفت او درناوے کيږى. تاسو به هغه قوم يئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ته مقدس وى، لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده.“
په کومه ورځ چې تاسو د اُردن سيند نه پورې وځئ او هغه مُلک ته ورننوځئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى، نو هلته لوئ لوئ کاڼى ودروئ او لېو يې کړئ،
پام کوئ چې د هغۀ په ټول قانون عمل کوئ کوم چې هغۀ تاسو له درکړے دے.
ځکه کۀ يو کس په ټول شريعت عمل کوى او صرف په يوه خبره کښې هم خطا وکړى نو هغه د هغه چا په شان دے چې ټول شريعت ماتوى.