6 د مِصر خلقو مونږ سره بد سلوک کولو او زمونږ نه يې غلامان جوړ کړى وُو.
نو مِصريانو په بنى اِسرائيلو باندې مشران مقرر کړل چې په زور يې ترې نه کار اخستو. بنى اِسرائيلو د فِرعون دپاره د پتوم او رعمسيس ښارونو نه ګودامونه جوړ کړل.
”چې کله تاسو د عبرانيانو ښځو د بچى د پېدا کېدو په وخت مدد کوئ او هغوئ د بچى د زېږېدو په ځائ ناستې ووينئ نو کۀ هغه پېدا کېدونکے زوئ وى نو وې وژنئ، خو کۀ هغه لور وى نو ژوندۍ يې پرېږدئ.“
په آخر کښې فِرعون خپلو ټولو خلقو له حُکم ورکړو چې، ”د عبرانيانو هر يو پېدا شوے بچے راوړئ او د نيل درياب کښې يې وغورزوئ، خو جينکۍ به ژوندۍ پرېږدئ.“
بيا په مِصر يو نوے بادشاه راغلو چې هغۀ ته د يوسف په حقله هيڅ معلومات نۀ وُو.
د بنى اِسرائيلو آفسرانو ته پته ولګېده چې دوئ په بد حالت کښې دى، چې کله هغوئ ته ووئيلے شول چې دوئ به هره ورځ هم هغه هومره خَښتې جوړوى چې څومره يې مخکښې جوړولې.
ما چې کله هم د فِرعون سره ستا په نوم خبرې کړې دى، نو هغۀ د دوئ سره بد سلوک کړے دے. او تا د خپلو خلقو مدد نۀ دے کړے.“
په دې خلقو د مخکښې نه نور هم سخت کار کوئ او په داسې کار يې آخته کړئ چې د دې دروغو خبرو اورېدو وخت هم ورسره نۀ وى.“
چې زمونږ پلار نيکۀ څنګه مِصر ته لاړل، هلته مونږ ډېر وخت اوسېدلو. مِصريانو زمونږ د پلار نيکۀ او زمونږ سره بد سلوک کولو،
نو مونږ د خپل پلار نيکۀ مالِک خُدائ ته د مدد دپاره فرياد وکړو. نو هغۀ زمونږ فرياد واورېدو او زمونږ تکليف، سختۍ او غم يې وليدو.
خو تاسو هغه خلق يئ چې مالِک خُدائ د مِصر نه راوويستلئ چرته چې تاسو د اور په تنور کښې وئ. هغۀ تاسو ځکه راوويستلئ چې هغه تاسو خپل خلق جوړ کړى لکه چې نن تاسو يئ.