4 اِمام به ټوکرۍ ستاسو نه واخلى او هغه به دا د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک د قربانګاه په وړاندې کېږدى.
اے ړندو، کوم څيز زيات اهم دے، شکرانه کۀ هغه قربانګاه چې شکرانه هم پاکوى؟
هغه دې د هغه وخت مقرر شوى اِمام له لاړ شى او هغۀ ته دې ووائى چې زۀ مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته دا اِقرار کوم چې زۀ هغه مُلک ته ورداخل شوم چې زمونږ د پلار نيکۀ سره يې وعده شوې وه چې مونږ له به يې راکوى.
نو، د مالِک خُدائ په حضور کښې به تاسو دا خبرې بيان کړئ چې، ”زما پلار نيکۀ د شام وو او هغه به لکه د کوچيانو ګرځېدو، هغۀ خپل خاندان مِصر ته بوتلو چې هلته اوسيږى. کله چې هغوئ هلته لاړل نو هغوئ څو کسان وُو، خو د هغوئ نه يو لوئ او طاقتور قوم جوړ شوے دے.