18 مالِک خُدائ نن تاسو خپل قيمتى قوم ګڼلى يئ، لکه څنګه چې هغۀ تاسو سره وعده کړې وه، او هغۀ تاسو له حُکم درکړے دے چې د هغۀ ټول حُکمونه به منئ.
تا بنى اِسرائيليان همېشه دپاره خپل خلق جوړ کړى دى او مالِکه خُدايه، تۀ د هغوئ خُدائ پاک شوې.
نو بيا به زۀ شرمنده نۀ شم ځکه چې زۀ ستا په ټولو حُکمونو باندې عمل کوم.
ځکه چې مالِک خُدائ يعقوب غوره کړو، د دې دپاره چې هغه د هغۀ شى، او بنى اِسرائيل چې د هغۀ خاص ملکيت شى.
زۀ به تاسو خپل خلق جوړ کړم او زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم. تاسو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم چې کله زۀ تاسو په مِصر کښې د غلامۍ نه آزاد کړم.
لکه څنګه چې لنګ د انسان د ملا نه کلک تاو وى، نو دغه شان ما د اِسرائيل او د يهوداه خلق خپل ځان سره وتړل چې دوئ زما د نوم د شُهرت، تعريف او عزت باعث وى. خو هغوئ زما تابعدارى ونۀ کړه.“ دا د مالِک خُدائ وينا ده.
تاسو به مقدس شئ او صِرف زما به شئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ مقدس يم. ما تاسو د نورو قومونو نه جدا کړى يئ چې تاسو صِرف زما اوسئ.
په هغه وخت به زۀ تاسو راغونډ کړم، په هغه وخت به زۀ تاسو خپلو کورونو ته راولم. زۀ به تاسو ته د دُنيا په ټولو خلقو کښې عزت او جلال درکړم، زۀ به تاسو ستاسو د خپلو سترګو د وړاندې بيا آباد کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى.
خو اوس څرګند کړے شو، او ازلى خُدائ پاک د نبيانو د کلام په وسيله هغه ښکاره کړے دے د دې دپاره چې د هغۀ د حُکم په مطابق ټول غېريهوديان د ايمان راوړلو سره د هغۀ تابع شى.
تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک خلق يئ، په زمکه باندې چې څومره خلق اوسيږى په هغوئ ټولو کښې يې تاسو د دې دپاره خوښ کړئ چې د هغۀ خپل خاص خلق اوسئ.
نو د هغۀ تابعدارى کوئ او د هغۀ ټول حُکمونه او قانون پوره کوئ چې نن يې زۀ درکوم.“
کۀ تاسو د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک پوره فرمانبردارى وکړئ او په وفادارۍ سره د هغۀ په ټولو حُکمونو عمل کوئ کوم چې زۀ تاسو له درکوم، نو هغه به تاسو له د دُنيا په ټولو قومونو باندې اوچت مقام درکړى.
کۀ تاسو د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک حُکمونه ومنئ او د هغۀ په لاره روان يئ، نو هغه به ستاسو نه يو مقدس قوم جوړ کړى لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده.
نو چې تاسو د مالِک خُدائ خلق يئ او هغه ستاسو خُدائ پاک وى، لکه څنګه چې هغۀ تاسو، ستاسو پلار نيکۀ اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره وعده کړې وه.
خو تاسو هغه خلق يئ چې مالِک خُدائ د مِصر نه راوويستلئ چرته چې تاسو د اور په تنور کښې وئ. هغۀ تاسو ځکه راوويستلئ چې هغه تاسو خپل خلق جوړ کړى لکه چې نن تاسو يئ.
تاسو د مالِک خُدائ يعنې د خُدائ پاک مقدس خلق يئ. نو هغۀ د زمکې د مخ نه خوښ کړئ چې د هغۀ خپل خاص خلق اوسئ.
نو هغه هغه څوک دے چا چې خپل ځان زمونږ دپاره قربان کړو چې مونږ د هر قسمه بېشرعې کارونو نه آزاد او پاک کړى او خپل هغه خلق مو جوړ کړى څوک چې د نېکو کارونو خواهشمند دى.
خو تاسو يو غوره کړے شوے نسل، د شاهى اِمامانو فرقه، مقدس قوم، او د خُدائ پاک خپل اُمت يئ، د دې دپاره چې تاسو د هغۀ لوئ کارونه بيان کړئ چا چې تاسو د تيارې نه خپلې عجيبه رڼا ته رابللى يئ.