16 مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک نن تاسو ته حُکم کوى چې په دې ټولو حُکمونو او اصُولو باندې عمل کوئ، او د زړۀ د اخلاصه په وفادارۍ سره په دې عمل کوئ.
او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے. او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“
کۀ تاسو ما سره مينه کوئ نو تاسو به زما په حُکمونو عمل کوئ.
اوس، اے بنى اِسرائيلو، هغه څۀ واورئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې ستاسو نه غواړى. د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک نه يرېږئ، د هغۀ پوره تابعدارى کوئ، د هغۀ سره مينه کوئ او د زړۀ د اخلاصه او د خپل ټول روح سره د هغۀ خِدمت کوئ،
مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ او د هغۀ ټولې مطالبې، اصُول، قانون او حُکمونه منئ.
نن چې زۀ کوم قانون درکوم په هغه ټول عمل کوئ، نو تاسو ته به طاقت مِلاو شى چې د سيند نه پورې وځئ او هغه مُلک قبضه کړئ کوم ته چې تاسو وردننه کېدونکى يئ.
موسىٰ وفرمائيل چې، ”دا هغه حُکمونه دى چې تاسو به په هغه مُلک کښې پرې عمل کوئ چې مالِک خُدائ، ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک يې درکوى. چې تاسو ژوندى يئ نو خامخا به ورباندې عمل کوئ.
هغه هر څۀ کوئ چې ما يې حُکم درکړے دے، په دې کښې مۀ څۀ کموئ او مۀ څۀ زياتوئ.
نن تاسو دا اِقرار کړے دے چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دے. او تاسو وعده کړې ده چې د هغۀ په لاره به روان يئ او د هغۀ قانون، حُکمونه او اصُول به منئ او د هغۀ فرمانبردارى به کوئ.
خو کۀ هلته تاسو مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ولټوئ او د زړۀ د اخلاصه او د خپل ټول روح سره د هغۀ لټون وکړئ نو تاسو به هغه ومومئ.
دا ټول هغه حُکمونه دى چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ما له حُکم راکړے دے چې تاسو ته يې وښايم. چې په هغه مُلک کښې پرې عمل کوئ چې تاسو ورننوځئ او قبضه پرې کوئ.
پام کوئ چې د هغۀ په ټول قانون عمل کوئ کوم چې هغۀ تاسو له درکړے دے.
تاسو د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک سره په پوره زړۀ سره، په پوره ځان او په خپل ټول طاقت سره مينه ساتئ.
هغه راياد کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په تېرو څلوېښتو کالونو کښې څنګه په بيابان کښې په دې اوږد سفر کښې ستاسو لارښودنه وکړه، او په تاسو يې سختۍ راولېږلې چې په تاسو کښې عاجزى وى او تاسو وآزمائى، نو چې هغه په دې پوهه شى چې ستاسو په زړۀ کښې څۀ دى نو چې د هغۀ په حُکمونو عمل کوئ او کۀ نه.