Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 26:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 کله چې زۀ په غم غمژن وم نو ما د دې نه هيڅ نۀ دى خوړلى، کله چې زۀ ناپاک وم نو ما د دې نه د خپل کور نه بهر هيڅ نۀ دى ويستلى، او ما د دې نه د مړو دپاره نذرانې په توګه هيڅ نۀ دى ورکړى. مالِکه خُدايه، ما ستا تابعدارى کړې ده، د لسمې حِصې په حقله چې تا څۀ حُکم کړے دے نو ما هغه هر څۀ کړى دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 26:14
14 Iomraidhean Croise  

هغوئ د بعل د فعور بُت عبادت وکړو او بُتانو ته د پېش کړے شوو قربانو غوښې يې وخوړلې،


ما د هغۀ په ټول قانون عمل کړے دے، پرېښى نۀ دى ما د هغۀ اصُول منلى دى.


هيڅوک به هغوئ ته د غمرازۍ روټۍ نۀ راوړى، تر دې چې د خپل مور او پلار دپاره به تعزيت نۀ کوى، او نۀ به ورته څوک د تسلۍ دپاره څښلو له څۀ ورکوى.


چغې سورې مۀ وهه، د مړى دپاره غمرازى مۀ کوه، خپل پټکے په سر وتړه او خپلې څپلۍ دې په پښو کښې واچوه، د خپل مخ لاندې برخه مۀ پټوه او د مړى خېرات مۀ خوره.“


هغوئ به مالِک خُدائ ته نۀ د ميو نذرانې وړاندې کړے شى او نۀ به يې په قربانيانو رضا کړے شى. د هغوئ د نذرانو روټۍ به د ماتم کوونکو د روټۍ په شان وى يعنې څوک هم چې دغه روټۍ خورى نو هغه به ناپاک شى. په دې به هغوئ صرف خپله لوږه ختموى، خو د مالِک خُدائ کور ته به د نذرانې په توګه نۀ شى وړلے.


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو چې د هارون د خاندان اِمامانو ته ووايه، ”کله چې د هغوئ يو خپلوان مړ شى نو د هغۀ په جنازه کښې شريکېدو په وجه به اِمام خپل ځان نۀ ناپاک کوى،


هغه ما ته وقف شوے دے او هغه به خپل ځان نۀ ناپاک کوى او نۀ به زما د مقدسې خېمې بې‌عزتى کوى چې هغه پرېږدى او هلته لاړ شى چې چرته مړے وى، تر دې پورې کۀ هغه يې خپل مور او پلار هم وى.


خو کۀ څوک پاک نۀ وى او د سلامتۍ نذرانې غوښه وخورى کومه چې مالِک خُدائ ته پېش کړے شوې وى، نو هغه به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.


يو بل کار تاسو وکړئ، تاسو د مالِک خُدائ قربان‌ګاه په اوښکو ډکه کړئ. تاسو وژاړئ او زارى وکړئ ځکه چې نور هغه نۀ ستاسو نذرانو ته ګورى او نۀ يې ستاسو د لاسونو نۀ په خوشحالۍ سره قبلوى.


خو هغه د خوبونو تعبير ورکوونکى يا پېغمبران ووژنئ چې تاسو ته وائى چې د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت وکړئ، چا چې د مِصر نه راوويستلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ. داسې خلق تاسو د هغه لارې نه اړوى په کومه باندې چې مالِک خُدائ تاسو له د تلو حُکم درکړے دے. هغوئ دې خامخا ووژلے شى، چې خپل ځانونه د دې بد عمل نه خلاص کړئ.


کۀ تاسو د هغۀ فرمانبردارى کوئ او هغه هر څۀ پوره پوره ومنئ چې نن يې زۀ حُکم درکوم.


د مالِک خُدائ په حضور کښې تاسو سره د خپلو بچو، ستاسو نوکرانو، ليويانو، مسافرو، يتيمانانو او د هغه کونډو سره خوشحاله شئ چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى. د عبادت په هغه يو ځائ کښې هم دغه شان کوئ.


نو مالِک خُدائ ته ووايئ چې زما په کور کښې د مقدسې لسمې حِصې نه هيڅ نۀ دى پاتې شوى، ما هغه ليويانو، مسافرو، يتيمانو او کونډو له ورکړى دى، لکه څنګه چې تا ما ته حُکم کړے دے. د لسمې حِصې په حقله ما ستا د حُکمونو نه د يو حُکم نافرمانى نۀ ده کړې او نۀ مې هېر کړې دى.


په آسمان کښې د خپل مقدس مقام نه لاندې وګوره او خپلو خلقو بنى اِسرائيلو له برکت ورکړه، هغه مُلک له هم برکت ورکړه چې زرخېز او آباد دے کوم چې تا مونږ له راکړے دے، لکه څنګه چې تا زمونږ د پلار نيکۀ سره وعده کړې وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan