Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 26:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 په هر درېم کال ليويانو، مسافرو، يتيمانو او کونډو له د خپلو فصلونو لسمه برخه ورکوئ، نو داسې ستاسو په هره علاقه کښې به د خوراک ضرورى څيزونه ملاويږى. کله چې تاسو دا وکړئ،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 26:12
11 Iomraidhean Croise  

د رېبلو په وخت کښې پينځمه حِصه فِرعون له ورکوئ. باقى نور تخم تاسو د کَرلو دپاره او د خپلو ځانونو، کورَنو او د خپلو وړو ماشومانو دپاره د خوراک په توګه استعمالولے شئ.“


نو يوسف د مِصر مُلک دپاره دا يو قانون جوړ کړو چې د فصل پينځمه حِصه به د فِرعون وى. دا قانون تر اوسه پورې شته دے. خو صِرف د اِمامانو زمکې د فِرعون نۀ شوې.


هغه څوک چې خپل ګاونډى سپک ګڼى ګناه کوى، خو بختور دے هغه څوک چې په غريب رحم کوى.


د زمکې د ټول پېداوار لسمه حِصه د مالِک خُدائ ده، کۀ هغه غله وى يا مېوه وى.


ځکه چې ما هغوئ له لسمه حِصه ورکړې ده کومه چې اِسرائيليان ما ته د خاص برخې په توګه پېش کوى. نو دا ځکه ما هغوئ ته وفرمائيل چې د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې به د هغوئ جائيداد نۀ وى.“


تاسو د خپلو بچو سره، خپلو نوکرانو او د ليويانو، مسافرو، يتيمانانو او د هغه کونډو سره د دې نه خوند واخلئ چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى.


او هر څوک چې د ليوى اولاد وى هغوئ ته به اِمامت ملاويږى او په شريعت کښې هغوئ ته دا حکم دے چې د هغه خلقو نه چې د هغوئ د خپل قوم نه دى هم لسمه حِصه راغونډه کړى، کۀ څۀ هم چې هغوئ د اِبراهيم اولاد هم وى.


نو مونږ دا وئيلے شُو چې ليوى څوک چې لسمه حِصه راټولوى هغۀ په خپله د اِبراهيم په وسيله لسمه حِصه ورکړه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan