Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 26:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 نو ما مالِک خُدائ له د پېداوار وړومبۍ برخه راوړې ده چې هغۀ ما له د دې زمکې نه راکړې ده.“ نو بيا دا ټوکرۍ د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په وړاندې کېږدئ او د هغۀ په حضور کښې سجده وکړئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 26:10
21 Iomraidhean Croise  

خو بيا هم په حقيقت کښې زۀ او زما خلق تا له هيڅ هم نۀ شُو درکولے، ځکه چې هر يو څيز ستا د طرف نه نعمت دے او مونږ صِرف تا له هغه څۀ واپس درکړى دى چې څۀ ستا وُو.


ټوله دُنيا به مالِک خُدائ ياد کړى او هغۀ ته به راوګرځى، د دُنيا ټول قومونه او هر خاندان به هغۀ ته سجده وکړى.


د دُنيا ټول کبرژن به هغۀ ته په تعظيم شى، څوک چې فانى دى هغه ټول به ورته په سجده شى هغوئ به خپل ځانونه ژوندى ساتلے نۀ شى.


اے مالِکه خُدايه، ټول قومونه تا پېدا کړى دى، دوئ به راشى او ستا په وړاندې به عبادت وکړى. او دوئ به ستا نوم ته جلال ورکړى.


راځئ، چې عبادت او سجده وکړُو، راځئ، چې د مالِک خُدائ او د خپل خالق په حضور کښې په سجده شُو.


خپله غله، مے او خپل د زيتُونو تېل ما ته ښۀ په وخت پېش کوئ. تاسو خپل مشران زامن ما له راکړئ.


هر کال د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، کور ته د خپلې زمکې نه رېبلے شوې وړومبۍ غله راوړئ. د چېلۍ بچے د خپلې مور په پيو کښې مۀ پخوئ.


د مالِک خُدائ برکت انسان مالداره کوى، او په کښې هيڅ قسم غم نۀ سېوا کوى.


په خپل مال دولت سره د مالِک خُدائ عزت کوه، او د خپل ټول فصل په وړومبۍ مېوې سره.


مالِک خُدائ فرمائى، ”د هرې نوې مياشتې په راختو او د هر سبت په ورځ به ټول خلق ما له راځى او زما عبادت به کوى.


اے دوستانو، تاسو چې بل څوک مجرموئ، تاسو هر څوک چې يئ، تاسو سره هيڅ عُذر نشته. کله چې تاسو بل څوک مجرموئ نو په دې سره تاسو خپل ځان مجرموئ ځکه چې هم هغه کارونه تاسو په خپله کوئ.


نو بيا چې تاسو څۀ خورئ يا څښئ يا چې څۀ کوئ، هغه هر څۀ د خُدائ پاک د لويئ دپاره کوئ.


هغوئ به د دې څيزونو نه وړومبۍ برخه اخلى يعنې د غلې، ميو، د زيتُونو تېلو او ستاسو د ګډو د وړو نه.


نن تاسو دا اِقرار کړے دے چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دے. او تاسو وعده کړې ده چې د هغۀ په لاره به روان يئ او د هغۀ قانون، حُکمونه او اصُول به منئ او د هغۀ فرمانبردارى به کوئ.


نو تاسو هر يو به خامخا د هر فصل وړومبے برخه په يوه ټوکرۍ کښې ږدئ او دا به د عبادت هغه يو ځائ ته وړۍ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې درته د دې دپاره ښائى چې د هغۀ د نوم درناوے وشى.


اِمام به ټوکرۍ ستاسو نه واخلى او هغه به دا د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک د قربان‌ګاه په وړاندې کېږدى.


ياد لرئ دا مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دے چې هغۀ تاسو له د مالداره کېدو طاقت درکړے دے. هغه ځکه دا کوى چې هغه تر نن ورځ پورې وفادار دے چې په هغه لوظ ودرېږى کوم چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره کړے وو.


خو هغې ما ته ووئيل، ”داسې مۀ کوه، زۀ خو ستا او ستا د وروڼو نبيانو او د دې کِتاب د کلام منونکو، په شان يو خادِم يم. صرف خُدائ پاک ته سجده کوه.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan