Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 25:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 نو د هغۀ د ورور کونډه ښځه دې د ښار د مشرانو په وړاندې هغۀ له ورشى، د هغۀ يوه څپلۍ دې وباسى، د هغۀ په مخ دې توکاڼې اوتُوکى او وبه وائى چې دا هغه څۀ دى چې د هغه سړى سره به کيږى چې د خپل ورور کور آبادول نۀ غواړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 25:9
16 Iomraidhean Croise  

هغوئ زما نه نفرت کوى او هغوئ ما سره هيڅ تعلق نۀ لرى، او ښۀ په زړۀ ورتيا زما په مخ توکاڼى تُوکى.


په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د آموص زوئ يشعياه ته فرمائيلى وُو چې هغه څپلۍ او د ټاټ هغه جامې وباسى کومې چې هغۀ اغوستې وې. نو هغۀ دا حُکم ومنلو او بربنډ او بغېر د څپلو نه روان شو.


چا چې زما وهل غوښتل ما هغوئ ته خپله ملا وړاندې کړه، چا چې زما نه ږيره ويستله ما هغوئ ته خپل مخ وړاندې کړو. ما د هغوئ د بې‌عزتۍ او توکاڼو نه خپل مخ نۀ دے پټ کړے.


مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”کۀ پلار ورله په مخ تُوکلے وے، نو هغې به اووۀ ورځې خپل شرم نۀ وو برداشت کړے څۀ؟ نو هغه دې اووۀ ورځې د خېمو نه بهر کړے شى او د هغې نه پس هغه واپس راولئ.“


بيا هغوئ د هغۀ په مخ وتُوکل او په سوکونو يې ووهلو او ځينو په څپېړو ووهلو،


هغوئ په هغۀ وتُوکل او بينت يې ترې واخستو او په سر سر يې پرې ووهلو.


هغۀ به دا اِعلان کولو چې، ”زما نه پس به هغه څوک راځى چې زما نه ډېر زورَور دے. زۀ د دې جوګه هم نۀ يم چې ټيټ شم او د هغۀ د پېزار تسمې پرانيزم.


په هغۀ پورې به ملنډې وکړے شى او توکاڼى به پرې وتُوکلے شى، په کوړو به ووهلے شى او قتل به يې کړى، خو درې ورځې پس به هغه بيا ژوندے پاڅى.“


هغه هغه څوک دے چې زما نه وروستو راځى او زۀ د دې جوګه هم نۀ يم چې د هغۀ د پېزار تسمې پرانيزم.“


نو د هغۀ خاندان به په بنى اِسرائيلو کښې په دې نوم ياديږى چې، ”هغه سړے چې څپلۍ يې ويستلے شوې وه.“


نو د ښار مشران دې هغه راوغواړى او د هغۀ سره دې خبره وکړى. کۀ تر اوسه پورې يې وادۀ کول نۀ غواړى،


هغۀ جواب ورکړو، ”نو په دې وجه زۀ بيا داسې نۀ شم کولے، زۀ خپل حق پرېږدم، کۀ تۀ يې اخستل غواړې نو وا يې خله. ځکه چې د دې مطلب دا دے چې دا به زما د بچو ميراث نۀ وى. نو هم تۀ يې واخله، زما نۀ دے په کار.“


ما، مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک په تېره زمانه کښې دا وعده وکړه چې ستاسو خاندان او قبيله به د ټولو وختونو دپاره د اِمامانو په توګه زما خِدمت کوى. خو اوس زۀ دا وايم چې نور به داسې نۀ وى بلکې د دې په ځائ، څوک چې زما عزت کوى نو زۀ به د هغوئ عزت کوم او چې څوک زما بې‌عزتى کوى نو زۀ به د هغوئ سپکاوے کوم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan