زما خيال دا دے چې تۀ د دې په حقله خبر شې. نو بيا، کۀ دا اخستل غواړې، نو د دې ناستو کسانو په مخکښې ووايه، او کۀ نۀ غواړې، نو هم ووايه، ځکه چې د دې اخستلو اول حق ستا دے او بيا زما.“ هغه سړى ووئيل، ”زۀ به دا واخلم.“
په هغه ورځو کښې، د اخستلو خرڅولو او د جائيداد بدلولو، دا رِواج وو چې خرڅوونکى به خپله څپلۍ وويستله او اخستونکى له به يې ورکړله. په بنى اِسرائيلو کښې د دې مطلب دا وو چې خبره پخه شوه.