6 د هغوئ چې وړومبے کوم زوئ پېدا شى نو هغه به د مړ سړى زوئ ګڼلے شى، چې د هغۀ نوم د بنى اِسرائيلو نه ختم نۀ شى.
بيا يهوداه د عير ورور اونان ته ووئيل، ”لاړ شه او د خپلې کونډې ورندارې سره څمله. د هغې د خاوند د ورور په توګه د هغې سره خپله ذمه وارى پوره کړه، نو داسې ستا د ورور به هم اولاد وى.“
خو اونان ته پته ولګېده چې هغه بچى به د اونان خپل نۀ وى، نو چې کله به هغه د خپلې کونډې ورندارې سره څملاستو نو هغۀ به د نر اوبۀ په زمکه څڅولې، چې داسې به د هغۀ د ورور بچى نۀ وى.
په دُنيا کښې دې د هغۀ نسل ختم شى، او په راتلونکى نسل کښې دې د هغۀ نوم ختم شى.
بدعمله تباه کړى دى تا، قومونه رټلى دى تا، د تل دپاره دې نام و نشان ورله ختم کړے دے.
د هغۀ مور پلار دې هغه د ښار مشرانو له راولى چرته چې هغه اوسيږى او په هغۀ دې فېصله وکړے شى.
مالِک خُدائ به داسې سړے نۀ معاف کوى. د مالِک خُدائ سخت قهر او د هغۀ سخت غېرت به د هغۀ خِلاف شى او په دې کِتاب کښې ليکلے شوى ټول لعنتونه به په هغۀ رانازل شى تر دې پورې چې مالِک خُدائ هغه پوره تباه کړى.
تۀ د هغوئ دپاره ما ته مِنت ونۀ کړې. زۀ هغوئ تباه کوم او هيڅ څوک به يې بيا نوم وانۀ خلى. نو زۀ به تا د داسې قوم پلار جوړ کړم چې د دوئ نه به لوئ او طاقتور وى.