Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 25:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 کۀ دوه وروڼه يو ځائ اوسيږى او يو د هغوئ نه مړ شى او يو زوئ يې هم پاتې نۀ شى، نو د هغۀ کونډه ښځه به د پردى سړى سره وادۀ نۀ کوى، دا د مړ سړى د ورور ذمه وارى ده چې هغه وادۀ کړى او د هغې سره کوروالے کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 25:5
11 Iomraidhean Croise  

نو مشرې لور يې خپلې خور ته ووئيل، ”زمونږ پلار بوډا کيږى او په ټوله دُنيا کښې سړى نشته چې مونږ ځان ته وادۀ کړى او بچى مو پېدا شى.


”اُستاذه، موسىٰ مونږ ته دا ښودلى دى چې کۀ د چا ورور مړ شى او ښځه يې پاتې شى او بچى يې نۀ وى نو بل ورور دې هغه کونډه وادۀ کړى او د هغۀ نسل دې پېدا کړى.


”اُستاذه، موسىٰ مونږ ته دا ښودلى دى چې کۀ د چا ورور مړ شى او ښځه يې پاتې شى او بچى يې نۀ وى نو بل ورور دې هغه کونډه وادۀ کړى او د هغۀ نسل دې پېدا کړى.


او د هغۀ نه يې داسې تپوس وکړو چې، ”اُستاذه، موسىٰ مونږ ته دا ښودلى دى چې کۀ د چا ورور مړ شى او ښځه يې پاتې شى او بچى يې نۀ وى نو بل ورور دې هغه کونډه وادۀ کړى او د هغۀ نسل دې پېدا کړى.


نعومى په جواب کښې ورته ووئيل، ”زما لوڼو، تاسو واپس لاړې شئ، تاسو ما سره ولې تلل غواړئ؟ په دې خيال چې زما به بيا زامن وشى او هغوئ به تاسو وادۀ کړى؟


پاتې شپه دلته تېره کړه، او سحر به مونږ وګورو چې هغه ستا ذمه وارى اخلى يا نه. کۀ اخلى، نو ټيک ده، او کۀ نۀ اخلى، نو زۀ بيا په ژوندى مالِک خُدائ قسم کوم چې زۀ به ستا خيال ساتم. نو اوس دلته تر سحره پورې پاتې شه.“


دا ياد ساته چې بوعز، د چا د ښځو سره چې تا کار کولو، هغه زمونږ رشته‌دار دے. اوس دا خبره واوره، هغه به نن شپه په درمند کښې اوربشې بادوى.


هغۀ ترې تپوس وکړو، ”تۀ څوک يې؟“ هغې جواب ورکړو، ”زۀ روت يم، ستا د پښو خاوره، په ما نظر وکړه، ځکه چې تۀ زما نزدې رشته‌داره يې.“


بوعز ووئيل، ”ډېره ښۀ ده، کۀ تۀ د نعومى نه پټے اخلې نو ورسره روت هغه موآبۍ کونډه به هم اخلې، نو دا پټے به د مړى د خاندان په ميراث کښې راځى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan