4 د غوبل په وخت کښې د غوَيى خولې ته کوَرے مۀ اچوئ.
صادق انسان د خپلو ځناورو د ضرورتونو خيال ساتى، خو د شرير ښۀ عمل هم د ظلم نه ډک وى.
هغه د کاږو او زېرې د تخم ټکولو دپاره لوئ ډانګ نۀ استعمالوى، بلکې د دې دپاره د يو وړوکى او برابر لرګى نه کار اخلى.
اِسرائيل يو تربيت يافته سخے دے او ښۀ په شوق غنم غوبل کوى. خو بيا ما په خپله د دې په ښائسته څټ د سخت محنت دپاره جغ کېښودو. ما يهوداه يوې کولو ته جوړ کړے دے او اِسرائيل به دا په خپله ماله کړى.