2 کۀ په هغه ناحقه کس باندې د وهلو حُکم وشى، نو د قاضى په مخکښې دې هغه پړمخې څملولے شى او په کوړو دې ووهلے شى. هغۀ چې کوم جرم کړے وى نو د کوړو د ګزارونو شمېر به د هغې په مطابق وى.
ما هغه سړو له خبردارے ورکړو، په هغوئ مې لعنت ووئيلو، ومې وهل او وېښتۀ مې ترې نه وويستل. بيا مې ترې نه د خُدائ پاک په نوم باندې دا قسم واخستو چې هغوئ او د هغوئ بچى به هيڅکله د پردى مُلک د خلقو سره ودونه نۀ کوى.
سزا د پېغور کوونکى دپاره تياره شوې وى، او وهل د کم عقلو د ملاګانو دپاره تيار وى.
خبردار اوسئ چې دوئ به تاسو عدالتونو ته حواله کوى او په خپلو عبادتخانو کښې به مو په کوړو وهى،
نو هغۀ بيا برابا آزاد کړو او عيسىٰ يې په کوړو ووهلو او په سولۍ کولو له يې ورکړو.
په دې پولوس هغۀ ته ووئيل چې، ”خُدائ پاک به تا ووهى، اے مکاره، تۀ ناست يې چې د شريعت په مطابق زما فېصله وکړې، او اوس تۀ د شريعت خلاف زما د وهلو حُکم ورکوې څۀ؟“
هغوئ بيا رسولان دننه راوبلل او په کوړو يې ووهل، بيا يې هغوئ ته حُکم ورکړو چې د عيسىٰ په نوم تعليم مۀ ورکوئ، نو په دې سره يې هغوئ پرېښودل.
ځکه کۀ تاسو په ګناه کولو وهل وخوړل او صبر مو وکړو، نو بيا ستاسو اجر د څۀ خبرې؟ خو کۀ په نېکۍ کولو مصيبت وزغمئ نو دا ستاسو دپاره د خُدائ پاک فضل دے،
هغۀ په خپله زمونږ ګناهونه سولۍ ته د خپل ځان سره يوړل د دې دپاره چې مونږ ګناهونو نه آزاد شُو او د صداقت دپاره ژوند تېر کړُو. او د هغۀ په زخمونو تاسو شفا وموندله.