8 کله چې تاسو د جذام بيمارۍ په وجه په تکليف کښې يئ، نو هم هغه شان کوئ څنګه چې درته د ليوى قبيلې اِمامان وائى، ما چې هغوئ ته کوم اصُول ښودلى دى په هغې عمل کوئ.
او هم داسې به اِمامان همېشه د ليوى قبيلې نه وى څوک به چې تل زما خِدمت کوى او ما ته به سوزېدونکې نذرانې، او د غلو نذرانې او قربانۍ پېش کوى.“
کۀ پشم بيا راڅرګند شى او خوريږى، نو د دې مالِک به دا څيز وسوزوى.
اِمام به د ګډُورى لږه وينه واخلى او د هغه کس د ښى غوږ په نرم ځائ پورې، د هغۀ د ښى لاس په غټې ګوتې پورې او د هغۀ د ښۍ پښې په غټې ګوتې پورې دې ولګوى د کوم کس چې اِعلان کيږى چې دا پاک دے.
دا اصُول د هغه کس د پاکوالى دپاره دى چې د جذام د بيمارۍ نه روغ شوے وى. چې په کومه ورځ اِعلان وشى چې هغه پاک دے، نو هغه به اِمام له بوتلے شى،
کۀ يو څيز پاک يا ناپاک وى نو په دې قانون به فېصله کولے شى.
بيا عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”ګوره چې هيچا ته د دې په حقله څۀ ونۀ وائې. خو لاړ شه او خپل ځان اِمام ته وښايه او کومه شکرانه چې موسىٰ مقرره کړې ده، هغه ورکړه. دا به ستا د روغولو ګواهى شى.“
”ګوره چې هيچا ته د دې په حقله څۀ ونۀ وائې. لاړ شه، خپل ځان اِمام ته وښايه او کومه شکرانه چې موسىٰ مقرره کړې ده هغه ورکړه. دا به ستا د روغولو ګواهى شى.“
هر کله چې هغۀ هغوئ وليدل نو ورته يې وفرمائيل، ”لاړ شئ او خپل ځانونه اِمامانو ته وښايئ.“ او کله چې هغوئ لا په لاره روان وُو نو هغوئ پاک کړے شول.
عيسىٰ هغۀ ته حُکم ورکړو چې، ”ګوره چې هيچا ته د دې په حقله څۀ ونۀ وائې.“ او وې فرمائيل چې، ”لاړ شه او خپل ځان اِمام ته وښايه او کومه شکرانه چې موسىٰ مقرره کړې ده هغه ورکړه دا به د هغوئ دپاره ستا د روغېدو ګواهى شى.“