Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 24:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 کۀ يو سړے د خپل اِسرائيلى په تښتولو پورې ونيولے شى او خپل غلام يې کړى يا د غلام په توګه يې خرڅ کړى نو هغه سړے دې ووژلے شى. نو داسې به تاسو د دې بدکارۍ نه خپل قوم خلاص کړئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 24:7
11 Iomraidhean Croise  

هغوئ د يتيم خر بوځى، او هغوئ د کونډې غوَيے په ضمانت کښې بوځى.


بدعمله خلق د کونډې ماشوم د تى نه په زور لرې کوى، او د غريب ماشوم په ضمانت کښې يوسى.


کۀ څوک يو کس اغوا کړى او بيا يې خرڅ کړى يا يې د ځان سره وساتى، نو هغه اغواکار به خامخا وژلے شى.


يونان، توبل او مسک تا سره کاروبار وکړو، هغوئ ستاسو د سامان په بدل کښې غلامان او د زېړو څيزونه درکړل.


کۀ ستاسو ورور، زوئ، لور، يا په تاسو ګرانه ښځه، يا ستاسو نزدې دوست هم تاسو ته پټ پټ وائى چې د نورو معبودانو عبادت وکړئ، هغه معبودان چې تاسو او ستاسو پلار نيکۀ يې هيڅکله هم عبادت نۀ دے کړے.


وړومبى کاڼى به ګواهان ورولى او بيا به يې باقى نور خلق سنګسار کړى، چې ستاسو نه دا بدى لرې شى.


هغۀ ته به هغه سزا ملاويږى چې د څۀ اراده چې يې د بل دپاره لرله. نو داسې به تاسو د دې بدۍ نه خلاص شئ.


کله چې تاسو چا له څۀ څيز قرض ورکړئ، نو چې د هغۀ نه په ضمانت کښې د هغۀ د مېچنې برنے پل وانۀ خلئ چې په هغې باندې غله مېده کوى. کۀ تاسو ترې نه دا واخلئ نو د دانو اوړۀ کولو ذريعه به يې ختمه شى.


د حرامکارانو او د بچه بازانو، د اغوا کارو، د دروغژنو او د دروغو قَسم خوړونکو او د دې نه علاوه د رښتينى تعليم د مخالفينو دپاره دے.


او ورسره د دارچينى، مصالحې، خوشبويۍ عطر، د مُر چيړ، لوبان، مے، تېل، خاص مېده، غنم، او څاروى، ګډې، آسونه، جنګى ګاډۍ، غلامان او جنګى قيديان.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan